د كورونا وباﺀ باوجود د هېواد معيشت تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان

image

اسلام آباد۔2جون (اے پی پی) د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي د كورونا باوجود د هېواد معيشت تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ د پاکستان جی ډی پی ګروتھ 4 فیصده پاتې شوے۔ تعميراتي څانګې ٬ كركيلې او د صنعتونو پرمختګ سره به د راروان مالي كال په مهال جي ډي پي ګروت لا ښه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل د كورونا وائرس د نړۍ پرمختګ كړو هېوادونو معيشت زيات ځپلے دے۔ په ټوله نړۍ كښې جي ډي پي منفي ريكارډ كړے شوےِ او د پاكستان تحريك انصاف حكومت مثبت پالېسيو او عملي ګامونو له امله د هېواد معاشي اشارې ښه شوي او د جي ډي پي شرح زياته شوې ۔ هغه ووئيل هېواد كښې د كركيلې ٬ تعميراتي څانګې هلې ځلې او په لويه كچه صنعتي پېداوار ٬ سرمايه كاري او برآمدات هم زيات شوي

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں