د فلسطين پحقله د بشري حقونو كونسل خاص غونډه كښې قرارداد په اكثريت منظوريدل د پاكستان بله لويه سفارتي كاميابي ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د فلسطين پحقله د بشري حقونو كونسل خاص غونډه كښې قرارداد په اكثريت سره منظوريدل د پاكستان بله لويه سفارتي كاميابي ده۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي لخوا د دې قرارداد هركلے شوے او په نيويارك او جنيوا كښې د پاكستاني مشزن ستړې او د كاركردګۍ ستائنه ئې كړې ۔ د مئي په 19مه نيټه پاکستان د او آئي سي نمائندګي كولو سره فلسطين كښې د اسرائيلي جارحيت په ضد او د بشري حقونو د خلاف ورزو په تناظر كښې د بشري حقونو كونسل خاص غونډه رابللو درخواست كړے ؤ ۔ د مئي په 27مه نيټه د ملګرو ملتونو د هيومن رائټس كونسل د بېت المقدس پشمول په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو په اړه د خاص غونډې تابيا شوې۔ پاکستان د او آئي سي نمائندګي كولو سره د هيومن رائټس كونسل په خاص غونډه كښې د نړيوال قوانين پاسداري باوري كولو او په فلسطين كښې د اسرائيلي جارحيت تحقيقات لپاره د آزاد كمېشن جورولو قرارداد وړاندې كړے ٶ۔ خارجه وزير د بشري حقونو كونسل خاص غونډه كښې د اسرائيل لخوا د فسلطين په مقبوصه سيمو كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو د غېر جانبداره تحقيقات كلكه مطالبه كړې وه

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں