اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي زمونږ جغرافیائی ترجيحات په معاشی ترجیحات كښې بدل شوي دي۔د تېرو دوه كلونو په مهال د حكومت د مثبت اقتصادي اصلاحات له امله پاكستان كښې د كاروبائي آسانيو په درجه بندۍ كښې 39 درجې زياتوالې شوې دې۔ د جمعې په ورځ د هنګري خپل همڅنګ پیټر سجارتو سره په ګډه بزنس كميونټي ته خپل خطاب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان كښې د كورونا وائرس درېمه چپه زياته خطرناكه ده۔ حكومت د معاشي بندېزونو ٬ سمارټ لاك ډاؤن او وېكسي نېشن د لارې په دې د قابو موندلو هڅې كوي۔ خارجه وزير د هېواد د اقتصادي ترجيحاتو په اړه ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې زمونږ جغرافیائی ترجيحات په معاشی ترجیحات كښې بدل شوي دي۔ زمونږ اقتصادي سېكورټي نظام ، د امن، پرمختګ كښې همكارۍ او د رابطو په ډول درې ستنو اودرولے شوے دے۔ زمونږ د معاشي سفارت كارۍ په هدفونو كښې مالی بهاؤ، د سرمايه كارۍ وده ٬ ترسيلات زر ٬ سېلګري او ټېكنالوجي يو بل له وركول شامل دي۔ د تېرو دوه كلونو په مهال د حكومت د مثبت اقتصادي اصلاحات له امله پاكستان كښې د كاروباري آسانيو په درجه بندۍ كښې 39 درجې زياتوالې شوې دې بلكې د نړۍ كاروبار لپاره سازګار چاپېرچل لرونكو لسو هېوادونو كښې شپږم لمبر ته راغلے دے۔ هغه ووئيل مونږ بهرنيو سرمايه كارو ته پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو له لا آسانۍ وركوؤ۔ هغه ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې ترسېوري لاندې 9 اقتصادي زونز د تعمير بېلو پړاؤنو نه تېرېږي كوم چې د نورو هېوادونو سرمايه كارو ته د سرمايه كارۍ غوره موقعې وركوي۔ هغه ووئيل مونږ د سرمايه كارو او سېلګرو آسانۍ له د اي وېزې اجراﺀ كړې ده۔ مونږ بحري معيشت ته هم خاص پاملرنه كوؤ۔ حكومت كال 2020 د بحري معيشت كال ګرځولے دے۔ خارجه وزير ووئيل مونږ پاکستانی مصنوعات د انټلېکچوئل پراپرټی رجیم ترسېوري لاندې رجسټرډ کوؤ په دې مصنوعاتو كښې باسمتی وريژې ٬ ګلابی مالګه او نور څيزونه شامل دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل هنګري وزير د كاروباري پلاوي سره راتلل به د پاكستان او هنګري ترمينځه تجارتي او اقتصادي اړيكو كښې د يو نوي باب پېل كېدو سبب وګرځي۔ هغه ووئيل زه هيله لرم چې دغسې د پاكستاني كاروباري شخصياتو يو پلاوې به ډېر زر د هنګري دوره وكړي۔ خارجه وزير ووئيل د تېرو 6 لسيزو په مهال هنګري كركيله ٬ ماحولیاتی صنعت ، مکینکل او اېلېکټرونک انجینئرنګ، هائیر اېجوکیشن، صحت، كلتور، موسیقۍ او د لوبو په څانګو كښې ځانګړې پرمختګ كړے دے۔ دا ټولې څانګې زمونږ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ هغه ووئيل مونږ د هنګري تجربو نه استفاده كولو له په دې څانګو كښې د پوهانو په كچه انګېجمنټس كول غواړو او د آبي وسائلو حوالې سره د هنګري د تجربو نه زده كړه كول غواړؤ۔ زمونږ د واټر ریسورس مېنجمنټ حوالې سره د تفاهم يادښت به په دې څانګه كښې د پوهانو په كچه د انګېجمنټ موقع وركړي۔ هغه ووئيل مونږ به د هنګري كاروباري شخصياتو او كمپنيو ډاډګيرنه كوؤ چې هغوي په اقتصادي زونز كښې سرمايه كاري وكړي او د حكومتي مراعاتو نه ګټه پورته كړي۔ خارجه وزير هيله ولرله چې زمونږ د بزنس كميونټيز يو بل سره د رابطې ساتلو په نتيجه كښې به زمونږ دوه اړخيزه تجارتي حجم تر راروان كال 100 ملینه ډالره نه زيات شي۔ هغه ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې نن د پاكستان او هنګري كمپنيو ترمينځه د ډېری، داروګانو سازولو او د سائیبر سېکورټی په څانګو كښې كاروباري لوظنامې كېږي۔ هغه ووئيل مونږ د وزيراعظم عمران خان په وژن عمل كولو سره به د پاكستان او هنګري ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت ٬ كاروبار او رابطو ډاډګيرنه كوؤ