لاهور 26 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې تيرو 10 كلونو كښې اخستل شوي قرضو سره په هېواد لوئ بوج جوړ شوے، مونږ له به خپل خرڅونه كمول او امدن زياتول وي ٬ د بده مرغه پاکستان كښې چھانګا مانګا‘چيچه وطني ‘ديپالپور ‘کنديا کلوِ لوئ ځنګلونه ختم كړې شوي، راوي ريور او والټن منصوبې به ګيم چينجر ثابتې شي ٬ سينټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې سره به کاروباري هلي ځلي زياتي شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په لاهور كښې د سينټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل قطر سره د ايل اين جي نوې لوظنامه شوې چې ورسره به هر كال 300 مليونه ډالر بچت وشي او انشاءاللہ راروانو لسو كلونو كښې به درې اربه ډالره بچت وشي ٬ د دې منصوبې بشپړولو له تيرو درې كلونو راهسې كار روان ؤ۔ ده ووئيل منصوبه به د زرمبادلې زياتولو سبب وګرځي ٬ په وړومبي فيز كښې 1300 اربه روپۍ آمدن به وشي چې ورسره به صوبائي ‘وفاقي حکومت او ريلوے ريونيو هم زياته شي دغسې وفاقي حکومت ته به 250 اربه روپۍ ټيکس ترلاسه شي۔ ده ووئيل كله چې والټن هوائي ميدان ډي نوټيفائيډ شي نو دې سره به کمرشل ويليو په لړ كښې 6 زره اربه روپۍ ګټه وشي۔وزير اعظم ووئيل د تيرو لسو كلونو په مهال په هېواد قرض زيات شوے ٬ هېواد كښې بدلون لپاره بحيثيت قوم به مونږ له خپل سوچ بدلول وي ٬ كله چې په هېواد سخت وخت راځي نو مشكلې پريكړې كول وي ٬ دا مهال هېودا د دوه لويو ستونزو سره مخ دے وړومبۍ مسئله دا چې په هېواد زيات قرض دے ٬ د تيرو لسو كلونو په مهال غير د څه منصوبه بندۍ نه غېر قرضې اخستلې شوې دي چې له امله ئې نن مونږ د ګرانۍ او بې روزګارۍ سره مخ يو ٬ هر كال قرضو قسطونه زياتيږي۔ ده ووئيل وراثت كښې ترلاسه شويو مسئلو په وجه ګراني زياته شوې كله چې مونږ حکومت سنبال كړو نو هغه وخت د قرضو له امله د هېواد صورتحال زيات خراب ؤ خو مونږ ښه منصوبه بندي كولو سره چارې سنبال كړې او نن حالت تر ډير حد ښه دے۔ ده ووئيل راوي ريور او والټن منصوبې به نه يوازې پنجاب بلکه ټول پاكستان كښې ريونيو پيدا کړي۔ده ووئيل ځينې كسان وائي چې دې منصوبو سره به اوني ختمي شي دا يو غلط سوچ دے٬ زه خپل ځان د پاکستان د تاريخ تر ټولو لوي انوائرمنټلسټ ګڼم ٬ چا هم تر دې وخت په پاكستان كښې د اونو نالولو سوچ نه ؤ كړے