اسلام آباد25 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره په ازبكستان كښې د پاكستان سفير سيد علي اسد ګېلاني د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔سفير سيد علي اسد ګېلاني خارجه وزير ته د پاكستان او ازبكستان ترمينځه اړيكې لا مستحكمولو او بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په اړه په شوو سفارتي هڅو مفصل بريفنګ وركړو۔خارجه وزير ووئيل پاكستان او ازبكستان د ورورولۍ تاريخي ژورې اړيكې لري۔خارجه وزير د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د سفير هڅې ستائېلو سره ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي او تجارتي څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې پراخا موقعې شته د كومو څخه چې استفاده كولې شو۔ سفير سيد علي اسد ګېلاني د خارجه وزير مننه كولو سره د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د دوه اړخيزه تجارتې ودې لپاره د خپلو هڅو باور وركړو۔