ليك :ضياﺀالرحمان
د انسان د پېدائش په حقله په دنيا كښې دا دوه نظريې يا عقيدې ډېرې زياتې مشهورې دي چې يوه پكښې د عقل او تحقيق په بنياد د Charles Darwin په 1858 كښې په لېكلي كتاب The Origin of Species كښې د حياتياتې ارتقاﺀ ده او بله زمونږ د مذهب اسلام تر مخه د حضرت ادم عليه اسلام د پېدائېش په بابله د قران حكيم مقدس اياتونه دي ۔۔واذ قال ربك للملئكته اني جاعل في الارض ۔د انسان زمكې ته د راتللو نه وړاندې الله پاك د كائنات وجود بشپړ كرے او د انسان د ژوند ژواك لپاره ئې تيار كړے ؤ۔ ځكه چې د اولني انسان زمكې ته د راتللو او د ژوند ژواك لپاره د يوې موزون اب وهوا سره د محفوظ ماحول وركړه هم ضروري وه چې پكښې د سر پټول٬ د ورځو شپو تېرولو هنر او د ځان ساتنه اولنۍ او اخرنۍ تقاضې او ضرورتونه وو۔ د انسانانو د كمي په سبب اګر چې انسان د انسان د شر شدت او ظلم نه محفوظ ؤ خو د ځناورو او نورو مخلوقاتو د يرې ترهې او د موسمونو د شدتونو سره به ضرور مخ كېدلو نو په داسې حال كښې او په دومره ويړ جهان كښې چې انسان د ژوند ابتدائې ګامونه اخستې وو او د څه سره اشنا هم نه ؤ نو يقينې ده چې د بې سر و سمانې په دغه ابتدائې مرحلو كښې به ورله خیل رب د سر سلامت ساتلو سره د لوږې او تندې ختمولو هم بندوبست كړے ؤ او د رزق د لټولو يا راپېدا كولو په لارو چارو به ئې پوهه كړے ؤ۔د يوې وېنا مطابق د 85 زره قبل مسيح نه واخله د 73 زره قبل مسيح پورې Hunter Gatherer انسانانو د خپلې خېټې مړولو لپاره دواړه كارونه كړي يعنې ښكار ئې د ځناورو هم كړے او سبزيانې ئې هم كرلي او خوړلې دي۔هسې خو د حضرت موسې عليه اسلام قام چې په قلزم درياب د فرعون د لښكر نه پورې وتلو ۔۔۔۔۔۔۔ نو په صحراے سينا كښې ورته د خپل رب لخوا تر 40 كلونو من وسلوې راتلل او هغوي هيڅ نه كول خو ولې دغه يوه واقيع ده ۔۔په اصل كښې الله تعالې د هابيل او قابيل د پبدائېش نه ډېر وړاندې د خپل بنده ادم عليه السلام په زمكه د راكوزلو سره ورله د رزق بندوبست كړے ؤ او د كركېلې يا زراعت چارې ئې ورته ښودلې وې ځكه چې واذ قلتم يموسې لن نصبر د بني اسرائيل لخوا د غنمو مسورو دال او د پياز وغېره غوښتنه څه هسې خيال نه ؤ هغوي وړاندې دا هر څه ليدلي او خوړلې وو۔ دغسې په يو بل ايت كښې د كركېلې ٬ يوې او اوبه خور په حقله هم ذكر راغلے قال انهه يقول انها بقرته ۔د تاريخ پوهان او مفسرين دا وائې چې د زياتره پېغمرانو پېشه كر كېله او تجارت پاتې شوے لكه حضرت ادم عليه السلام به كر كيله كوله او رخت به ئې جوړولو ٬ دغسې وئېلې شي چې درهم او اشرفۍ هم هغه جورې كړي ٬ حضرت نوح عليه السلا به تركاڼي كوله ٬حضرت ادريس عليه السلام درزي توب كولو ٬ حضرت هود او حضرت صالح عليه السلام تاجران وو ٬ حضرت ابراهيم او حضرت لوط عليه السلام به كر كيله يعنې زمينداره كوله ٬ حضرت شعيب عليه السلام به څاروي ساتل او د هغې پۍ او وړۍ به ئې خرڅول ٬ ٬ حضرت موسې عليه السلام به ګډې څرولې ٬ حضرت داود عليه السلام به زغرې جوړولې او حضرت سليمان عليه السلام هر څو چې يو عظيم بادشاه ؤ خو د خپل زاتي معاش لپاره به ئې ټوكرۍ او زنبيلونه جوړول ۔ خو څنګه چې مخكښې ذكر اوشو چې د انسانانو پلار ابو البشر ادم علېه اسلام چې خپل رب د وړومبي انسان په توګه زمكې ته راكوزولو نو د هغوي د هر ضرورت به الله پاك خيال ساتلے ؤ او څه څېزونه به ورله تيار وركرے شوې وو او څه به ورته په تكوينې توګه ښودلې شوې وو۔
د پخوا زمانې زياتره پیشه ورو به كر كېله او تجارت كولو او هم دغسې صورتحال د پښتنو هم ؤ بلكې دلته قيصه لږه بدله او د انتها هم وه ځكه جې څه كارونه او روزګارونه داسې وو چې پښتانه به نه كول او نه به ئې ښه ګڼرل او ځكه شايد تر اوسه د مال حال په ګټلو كښې ورستو پاتي دي۔ ۔ د كوچېتوب ژوند ژواك ؤ او چرته به چې ورشو زياته وه هغه به د دوي مسكن او وطن ؤ۔ پښتانه اوس هم په يوېشتمه پېړۍ كښې هم تر ټولو هر څه كركيله او زمېنداري زياته خوښوي نو معلومه نه ده چې دا د دوي د غرئيز او صحرائې ژوند يا فطرت ته د نزدېكت وجه ده كه د زمانو راروانه مينه او د معاش زريعه۔د كر كېلې په دغه كرونده او فصلونو كښې د غنمو ٬ وريژو ٬ جوارو ٬ وربشو ٬ لوبيا يا د نورو شينكيو نه پس چې كوم زيات د خلقو د ژوند ضروريات ګڼرلې شي هغه د ګنې فصل او د ګڼې نه جورېدونكې ګوړه ده۔ پښتانه پخپل ساده باده ژوند كښې په خوراكونو كښې د غوښې سره د هر څه نه زيات په چائے څښلو مئين دي او د دغې نه بغېر د پښتنو ګزاره ګرانه وي ۔۔تر دې چې د هاړ او پشكال روژه هم د ګوړې په شربت ماتوي حلانكه د ګوړې تاثير ګرم دے۔ ګوړه د ښه چائے پخولو يا څښلو لپاره لازمي ګڼړلې شي ځكه چې د ګنې نه چېنې هم جوړېږي خو خلق د چېنو په ځاے د ګوړې چائے ته ترجيع وركوي۔هسې خو د ګوړې نه نور ډېر د خوراك څېزونه هم جوړېږي لكه خواږه كېكونه٬ مټهائې ٬ بسكټ ٬ پېسټري ٬ مختلف حلوه ګانې ٬ غونزاخي ٬ شربتونه٬مربه٬ پتيسه ٬صابن دانې ٬ كبوړے ٬ مصالحه داره ګوړه وغېره۔دا وخت په خېبر پښتونخوا كښې تر ټولو ډېر ګنے په پیښور ٬ مردان ٬ صوابۍ ٬ چارسده بنو او ملاكنډ كښې پېدا كېږي او په دغه حساب هم په دغه ضلعو كښې د ګوړې پېدا وار هم زيات دے په مقابل كښې د كوهاټ ډېره اسماعيل خان وغېره او هغه ځكه چې دې ضلعو كښې نه يوازې اوبه ډېرې دي بلكې د اوبه خور ډبر غوره انتظام هم موجود دے۔ د يوې اندازې مطابق په خېبر پښتنوخوا كښې د مردان سركاري ادارې شمېرو تر مخه په 104000 هيكټر زمكه د ګڼې فصل كرلے كېږي ۔
په دنيا كښې د ګڼي د پېداوار په لحاظ 10 لوئې هېوادونه دا دي۔برازيل كښې په 4 ۔98 ملين هېكټر ٬ هند كښې په ۔6 50 ٬ چين كښې په 3۔18 ٬ تهائې لېنډ كښې په2۔ 13 ٬ پاكستان كښې په 3 ۔11 ٬ په مېكسېكو كښې 8۔ 7 ٬ په فلپائن كښې 4۔4 ٬ په امرېكه كښې 7۔3 او په اسټرېليا كښې په 3۔3 مېلين هېكټر د ګنې كرونده كېږي ۔
دغسې د پېداوار په لحاظ سره پرله پسې برازيل كښې۔3 739 ٬ هند كښې2 ۔341 ٬ په چين كښې 1۔ 126 په تهائې لېنډ كښې1 ۔1001 ٬ په پاكستان كښې 7۔63 ٬ په مېكسيكو كښې 2۔ 61 ٬ په فالپائن كښې9 ۔31 ٬ په امرېكه كښې 9۔ 27 او په اسټرېليا كښې 7 ۔23 ملين ټڼ ګنے پېدا كېږي۔ كه د هېكټر په سر د پېداوار خبره وكرې شي نو اسټرېليا كښې د هېكټر په سر پېداوار4۔ 82 ٬ په مېكسېيكو كښې2 ۔ 78 ٬ په تهائې لېنډ كښې7 ۔75 ٬ په امرېكه كښې 7۔ 75 ٬ په برازيل2 ۔ 75 ٬ فلپائن2 ۔ 73 ٬ چين0 ۔69 ٬ هند4۔ 67 ٬ ارجنټائن 1۔64 او پاكستان كښې5 ۔56 ټن دے ۔ دلته د ترقي يافته يا د جديدو الاتو او تربيې لرونكو هېوادونو تر مينځه د پېداوار فرق ښكاره تر نظره كېږي ۔زمونږ دا پېداوار لا ډېر زياتېدے شي خو په دې لړ كښې به حكومت لا ګړندي او كوټلې ګامونه پورته كول وي چې د كروندګرو او زميندارو مسئلې حل شي او هغوي ته ټول ضروري او جديد الات او تربيه برابر كړي ۔
په دې حقله د ملاكنډ د سيمې زميندار جاويد اقبال خان څه په دې ټكو خپلې مشورې او ګېلې وړاندې كوي۔ ګنے كال و سر فصل دے يعنې په يو سپرلي كښې ئې وكرو او په بل كښې ئې ګاڼۍ كوو٬ په ګنې خرچه ډېره ده او پېداوار يا امدن ئې كم دے۔ خو د زميندار زمكه ده او روانه ده۔د ګنې د يو پور يعنې يوه بوجۍ څوارلس دړۍ يا ١٧ دړۍ وي او په دې خپله خرچه چې د كروندګر ګاڼۍ كه خپله وي نو د ډيزل او مزدور 2000 نه واخله تر 2400 په ګانۍ كولو راځي او كه د بل ګاڼۍ له ئې وړي ٬ كرايه پرې وركوي نو 4000 څه د پاسه خرچه پرې راځي ٬ دغسې په ماركيټ كښې د ګوړې د من په سر بيعه زما په خيال 6000 روپۍ ده۔ ده ووئېل د دې دومره ګټه نشته۔ده ووئېل كه ملز ته ئې يوسو نو ځېنې وخت پیسې وركړي او كله نيمې وركړي او نېمې بيا په قسطونو وركوي۔ ځكه زمونږ كروندګر يا زميندار زياتره ملز ته نه دي جوړ ځكه ګاڼۍ خوښوي كه تاوان پكښې هم وي۔
ده ووئېل پاتي شوه خبره د د خرچې نو د ډي اے پي سرې نننۍ بيعه 4500 روپۍ ده حلانكه حكومت وائې چې مونږ ريليف وركړے خو مونږ ته داسې څه مرسته نه ده تر لاسه۔ده ووئېل دلته د محكمه زراعت لخوا كوم فيلډ اسسسټنټ نشته ۔ د اينګرو اے ډي پي بيعه 4500 روپۍ ٬د ايف ايف سي ډي اے پي سرې بيعه 4150 روپۍ او د سونا يوريا د نن بيعه 1900 روپۍ ٬ د سر سبز يوريا 1800 ٬ د تارا يوريا هم 1800 او د سپر 1350 روپۍ ده نو چې د ګنې په جريب باندې د كال لس اته زره دا خرچه هم وكړې او كال او سر فصل ولاړ وي نو مونږ ته ئې هيڅ ګټه نه تر لاسه كېږي۔ ده زياته كړه چې زمونږ لختي ټول كچه دي ٬ زمونږ اوبه ضائع كېږي ٬ اوبه نشته ۔ ده خواست وكړو وفاقي او د خېبر پښتونخوا صوبائې حكومت ته چې د كروندګرو سره بشپړه مرسته وكړي او په دغه مرسته كښې چې سرې ارزانې كړي اوبه ورله زياتي كړي ٬ دا نهرونه او لختي كچه دي چې په سبب ئې اوبه نيم په نيمه ضائع كېږي ۔ په څه وخت كښې ګاڼې په كلي كال معيشت كښې ډېر لوي لاس لرلو د اكثر غرئيزو او پسمانده سيمو خلق به د ګاڼې په سيزن كښې دغه بره يادوو سيمو ته راتلل او په ګاڼې كښې به ئې د جوكي ٬ پېړمار او د چكې كوونكو او د پوك راغونډونكو په حېث كار كولو ٬ د دغې معاوضه به د ګورې په توګه د پور په حساب هم وه او د نغدو پیسو په صورت هم او دا سلسله تر اوسه دوام لري۔ هر څو چې د ګوړې خوراك يا استعمال يو خپل فطرتې خوند او رنګ لري خو د ګانې كار ډېر زړه چاودن غواړي ځكه چې د ګاڼۍ نه وړاندې د ګنې ټوټې كرل بيا تلې كول ٬ سره وركول او د اوبه خور سره سره تر ټولو ګران كار د ګنو وهل او د پاندونو كول دي چې په يخه يخنۍ كښې ګنې سپينولې شي او د پترۍ او پاند جدا كولو سره دغه ګني ٬ پترۍ او پاندونه خپل خپل اړوندو ځايونو ته رسول دېر مشكل كار وي۔د ګني نه وتے پوك خپروول د باران او سيلۍ نه ساتل بيا راغونډول څه سوزول او د څه بوساړې جوړول لا زړه سټرے او خوندناك كار وي۔ ګوره د سوغات په توګه هم كروندګر خپلو خپلوانو او دوستانو له ښارونو ته ليږي ځكه چې د دې خوراك په هر صورت د جديد قسم او مضر صحت خوراكونو نه ډېر فائده مند او خونداك دے۔
د چينو پحقله جديد دنيا او د طب پوهان هغه رائے هرګز نه لري كومه ګتوره رائے چې د ګوړې په حقله لري۔ پوهان وائې ګوړه د وينې چلن زياتوي٬ هضمه زياتوي ٬ په وينه كښې د سېل مقدار زياتوي increase production of blood cells ۔د يخنې يا زكام په ضد مدافعت زياتوي او د څرمنې خوشكي ختمووي۔خو د بده مرغه لكه د نورو خالصو خوراكونو او موداو په دې كښې هم ځېنې كروندرو ملاوټ شروع كړے چې پكښې مصنوعي رنګ اچول ٬ د چينو ګډول او داسې نور مضر صحت څېزونه شامل دي۔د ګوړې فائدو په حقله په نيو يارك ټائم كښې يو محقق ليكي۔
Brown sugar does contain certain minerals (most
Notify, calcium, potassium, iron and magnesium) white sugar contains none of these.
يعنې په ګوړه كښې مائينرل شامل دي چې پكښې زيات كېلشيم ٬ پوټاشېزم ٬ ائرن او مېګنېزم وي او كوم چې چينې نه لري۔
د ګوړې او چينو افاديت او نقصان په حقله د زرعي څانكې صوابۍ يونيورسټۍ طالب علم بصير محمد وائې ګوړه ډېر مائنرل لري لكه ائرن ٬ پوټاشيم ٬ كېشليم او وڼامنز لري او د دې نه علاوه په ډائجېزشن كښې هم ښه كار كوي او د ډائې بېټكس مسائل هم ورسره كم وي ۔ده ووئېل كه چينو ته اوګورو نو دغې سره د ډائې بېټكس مسئلې هم زياتېږي بل د چينو په جوړولو كښې دغه بره زكر شوي مائينرل ٬ وټامنز او خاصيتونه نه پاتې كېږي ۔په دې حقله ګوره ډېره فائده مند ده ۔ ده ووئېل كه مونږ د ماركيت خبره وكړو نو د ګوړې ماركيټ ډېر كم دے او د هغه څو مسائل لري ځكه چې زمونږ زميندار خپل ګنې زياتره په نورو صوبو كښې ملز ته د چينو پېداوار لپاره وركوي خو كه مونږ كروندګرو يا زميندارو له ښه فلېټ فارم وركړو او مونږ ته يو ښه برامد كونكے او لارښود تر لاسه شي چې د دوي نه ګوړه واخلي او دا تر بهر هېوادونو په خاص توګه سينټرل اېشاﺀ ته برامد كړے شي ځكه چې دغلته هم دا ډېر اهميت لري او كه دا كار وشو نو ورسره به مونږ كروندګرو يا زميندارو ته هم ګټه ورسي او د هېواد د زرمبادله پانګې به هم زياتې شي۔د زمانې د تغير غوندې د كر كېلې طور طريقې هم د وخت سره بدلېږي ۔د غوايانو يا د قلبې ځائ ټرېكټر اونيو او د پيرانې د پراخه دائرې ځاے اوس د څو فټ جرنرېټر سسټم له راغلو دغسې د تخمونو قسمونه هم اوس زياتره هغه نه دي پاتې ۔د ګڼې د فصل په بابله د مردان تحقيقاتي سينټر معلومات تر مخه زمونږ په صوبه كښې د ګنو پخواني قسمونه دا دي ۔۔اين سي او 310 په 1960 كښې رامخې ته شوے ؤ دغسې سي پي/ 48 103 په 1960 ٬ سي پي /44101 په 1975 كښې ٬ سي پي او سې ٬ سي او 1321 په 1989 كښې او مردان 92 په 1992 كښې رامخې ته نوي قسمونه وو۔ خو اوس نوې قسمونه دا دي ۔۔مردان 93 ٬ سي پي/ 77 400 ٬ اېس پي اېس بي 394 ٬ مردان 2005 ٬ سي پي/ 80 1827 ٬ سي پي / 85 1491 او دغسې سي پي/91 582 ۔۔ دلته د يادونې وړده په اېشيا كښې د ټولو نه لوي د ګنو مل پرېمئير شوګر مل په مردان كښې په 1950 كښې جوړ شوے ۔ د ګوړې په دنيا كښې د ټولو نه زيات برامد كوونكو هېوادونو كښې چين٬ تهائې لينډ ٬ ويتنام ٬ هند ٬ كوريا ٬ برازيل او انډونېشاﺀ شامل دي۔ ګوړه د كرونډرو او زميندارو د امدن زريعه هم ده او د كلي وال معيشت سره سره په لږو وسائلو او افرادي قوت چلېدونكې ګاڼې د كارخانې متبادل هم ده۔هر څو كروندګر او زميندار به ډېرې ستونزې لري چې په خاص توګه پكښې د منډۍ او اړهت مسائل زيات د زكر وړ دي ۔دغسې د اوبو باوري كول ٬ د لختو پخول او جوړول ٬ د اوبه خور په نظام الاوقات نظر ثاني كول٬ د سرو او داروګانو بيعه كمه ساتل او د زراعت محكمې د استعداد زياتولو سره د كرونګرو معاوت زياتول ٬ د ټرېكټرو او نورو جديدو الاتو رامخې ته كولو سره د ګوړې نزدې او د نړۍ نورو هېوادونو ته برامد كولو له بندوبست كول٬ د پېكنګ ٬ كر او د زيات پېداوار اغستو سره د مرضونو په حقله دوي له تربيه وركولو سره به يقينې ده چې دا صنعت د هېواد په معيشت او ضرورياتو قابو موندلو لپاره يوه اهم زريعه ثابت شي جې ورسره به د زرمبادله پانګې هم زياتې شي او هېواد به د چينو د درامدات د زور نه هم خلاص شي۔ د ګوړې چې څنګه نوم او خوند خوږ دے نو هم دغسې د ذكر كولو سره ئې د انسان په ذهن يو مسرت او لطيف احساس هم راپېدا كېږي او ځكه د پښتو لوئې شاعر او صوفي امير المتغزلين حمزه شنواري وائې
حمزه د خوږ اشنا به درته څه صفت بيان كړم
چې ګوړه څوك له هرې ډډې اوڅكې خوږه وي