پاكستان او كاناډا د دفاع او امنيت په اړه مرستې زياتولو ته سلا شول

image

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) پاكستان او كاناډا د دفاع او امنيت څانګو كښې د مرستې لا زياتولو ته سلا شوي۔دا اتفاق د نهې په ورځ كاناډا كښې د پاكستان هائي كمشنر رضا بشير تارړ او د كاناډا د آرمډ فورسز چيف آف ډيفنس سټاف جنرل جوناتهن وينس ترمينځه ملاقات كښې راغلې۔هائي كمشنر رضا بشير تارړ د كاناډا چيف آف ډيفنس سټاف ته په افغانستان كښې د امريكې په قيادت كښې د امن په هڅو كښې د پاكستان مرستې پشمول په سيمه ايز صورتحال بريفنګ وركړو او وې وئېل امن ناك مستحكم او خوشحال افغانستان د سيمه ايز هېوادونو په ګټھ كښې دے۔هائي كمشنر ووئيل د پاكستان او كاناډا آرمډ ځواكونو ترمينځه شريكو پوځي مشقونو كښې مرسته د دواړو هېوادونو شريكه ګټھ ده۔جنرل وينس سيمه ايز امن٬استحكام او افغانستان كښې د امن لپاره په هڅو كولو د پاكستان مهم كردار وستائېلو

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں