د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د اسلام آباد نوې هوائي ميدان دوره

image

اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د اسلام آباد نوې هوائي ميدان دوره وكړه او په هوائي مېدان د روغتيا وزارت ادارې سينټرل هېلت اسټېبلشمنټ له مخې وركړې شوې آسانيو جاج ئې واخست٬ده په خاص توګه د حج په مهال حاجيانو له د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واخست۔وفاقي وزير د وزيراعظم لخوا حاجيانو له په ډيپارچر اميګرېشن كليئر كېدو كښې د هېلت ډيپارټمنټ لخوا د انتظاماتو هم جاج واخست۔د دورې پھ مهال وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان د نړۍ د 198 هېوادونو پشان ډبليو اېچ او انټرنېشنل هېلت ريګولېشن 2005 عملدرآمد باوري كولو لپاره كوټلې اقدامات كوي۔په هوائي مېدان به د پوليو ويكسينېشن نظام باوري كولې كېږي۔د روغتيا وزير ووئيل چې د هېلت وزارت په څلورو لويو هوائي مېدانونو اسلام آباد٬كراچۍ٬لاهور او پیښور هوائي مېدانونو تهرموسكين لګولې دې٬د دې اقداماتو سره په هوائي مېدان اولس د ګڼ شمېر رنزونو څخه بچ كېدې شي۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل چې پھ هېوائي مېدان به مېډيكل آسانۍ اپ ګرېډ كولې شي۔په نړيوالو پولو ګڼ شمېر رنزونو مخنيوي لپاره پاكستان چين سره په اېم او يو لاس ليك كړې كوم سره به چې په نړيوالو پولو د رنزونو مخنيوي كښې مرسته وشي۔ده ووئيل چې ګڼ شمېر رنزونو مخنيوې لپاره د هېواد په ټولو هوائي مېدانونو د سكريننګ نظام هم ښه كېږي او ډېر زر به سنټرل هېلت اسټېبلشمنټ وېب پاڼه لانچ كړی شي چرته به چې نړيوال مسافر د مزل په اړه معلومات ترلاسه كولې شي

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں