اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي ووټنګ مشين څخه به په ټول ټاكنو كښې د درغلې مخنيوي له مرسته ترلاسه شي او د انتخاباتو نتيجې به هم په وخت باوري شي، د الېكټرانك ووټنګ مشين څخه به د ووټرانو رازداري نه ځپلې كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سيد شبلي فراز لخوا د الېكټرانك ووټنګ مشين په اړه د بريفنګ په مهال كړې۔ په دې موقع صدر ډاكټر عارف علوي ته د الېكټرانك ووټنګ مشين عملي مظاهره هم وښودلې شوه۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل اليكټرانك ووټنګ مشين څخه به په انتخابي عمل كښې سپېځلتيا راشي ٬ ووټنګ مشين څخه به په ټول ټاكنو كښې د درغلۍ مخنيوي له مرسته ترلاسه شي او د انتخابات نتيجې به هم په وخت باوري شي، د الېكټرانك ووټنګ مشين څخه به د ووټرانو رازداري نه ځپلې كېږي۔ د بريفنګ په مهال وفاقي وزير سيد شبلي فراز ووئيل اليكټرانك ووټنګ مشين په بشپړه توګه په ځائي توګه جوړ كړے شوے كوم چې مؤثر، د باور وړ او بيا كارېدے شي ٬ دا مشين اړوند وزارت په لږه موده كښې جوړ كړے ۔ په دې مهال صدر عارف علوي سينيټر شبلي فراز او وزارت ته د ووټنګ مشين په جوړولو مباركي وركړه۔ دغسې سينيټر شبلي فراز د ووټنګ مشين په جوړولو كښې په ذاتي خوښۍ لرلو او ډاډګيرنه د صدر هم مننه وكړه۔