نړۍ كښې نن د بيانيې جنګ روان دے۔ كه بيانيه مضبوطه وي نو زمونږ به اهميت وي٬ پي ټي وي ٬ رېډيو او اے پي پي ډيجيټل كولے شي۔ د كال 1964 نه وروسته نن ميډيا كښې تر ټولو لوے ټرانسفارمېشن كېږي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد۔7اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي نړۍ كښې نن د بيانيې جنګ روان دے۔ كه بيانيه مضبوطه وي نو زمونږ به اهميت وي۔ وزيراعظم عمران خان ټول عمري په دې خبره زور راوړې چې ميډيا ته دې پام وګرځولے شي او بيانيه دې مضبوطه جوړه كړې شي۔ پخوا د اطلاعاتو وزارت د رياست د بيانيې په ځائې د حكمران ګوند وياند ؤ۔ دا كلچر مو بدل كړے۔ نن د اطلاعاتو وزارت د رياست وياند دے۔ مونږ د دې اهميت سوا كړے دے۔ نن پي ټي وي ٬ رېډيو پاكستان او اے پي پي ډيجيټل كولے شي۔ پخوا مونږ خپل دريځ نړۍ ته وړاندې نه كړے شو۔ پخوا د ميډيا ادارو پرمختګ له چې كومه سرمايه كار كول وو هغه ونكړې شوه۔ افغان جنګ كښې مونږ د 70 زره ځانونو قرباني وركړه خو مونږ نړۍ ته دا وئيلې نه دي چې دا جنګ ولې وشو او مونږ څه قربانۍ وركړې دي؟۔ پاكستان كښې میډیا ډیجیټلائز نه وه۔ سوشل ميډيا زياته متحرك نه وه۔ د كال 1964ء نه وروسته نن كال 2021ء كښې د پاكستان ميډيا كښې تر ټولو زيات ټرانسفارمېشن كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ د اطلاعاتو و زارت ترسېوري لاندې د نېشنل ډېجیټل انفارمېشن پلېټ فارم پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ دستوره كښې خاص مېلما صدر ډاكټر عارف علوي۔ صدر د نېشنل ډیجیټل انفارمېشن پلېټ فارم پرانسته وكړه۔دستوره كښې د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ، د بشري حقونو وفاقي وزیرې ډاکټر شیرین مزاري ، د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر فرخ حبیب ، د سېنېټ د اطلاعاتو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فېصل جاوید ، د وزیراعظم د احتساب او كورنيو چارو سلاكار شهزاد اکبر او د هلال احمر چيئرمېن ابرار الحق په شمول د طلاعاتو او خپرونو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې په پاكستان كښې ډېر حكومتونه راغلل خو د بده مرغه مونږ ميډيا ادارې ډيجيټل نه كړې شوې۔ په مقابل كښې زموږ شاوخوا هیوادونو خپل ټرانسمېشن HD ته اړولی. هغه ووئیل چې د اطلاعاتو وزارت لاندې ادارو کښې د ډیجیټلائزېشن دې عمل سره به د پاكستان بيانيه قوي او د رياست بيانيه مضبوطه شي۔ هغه ووئیل نن ورځ پي ټي وي اېچ ډي كېږي۔ د راديو خپرونې انټرنېټ ته اړولې شوي دي او په دې كښې مو پوډ كاسټ راوړے دے۔ د قامي خبر رسنې اداره (اے پي پي) د كال 1902 نه موجود ده۔ اے پي پي نن ډيجيټل نيوز ايجنسي جوړه كړې شوې ده۔ د رائټرز ٬ اے اېف پي او د نړۍ د نورو ايجنسو په ډول به اے پي پي د ډیجیټل نیوز ایجنسی په توګه آډیو، وېډیو، پرېس او پرنټ ميډيا كښې خپل خذمات ترسره كولې شي۔ هغه ووئيل مونږ پي آئي ډي پېپر لېس كړې ده۔ د اشتهاراتو ټول عمل 100 فيصده کمپیوټرائزډ او پېپر لېس دے۔ د هیواد په تاریخ کښې مونږ لومړي ځل د اشتهارونو په لړ كښې ټولې ادائيګۍ بشپړې کړې دي. نن یوه روپۍ هم ادا كول نشته۔ هغه ووئیل د تیرو دریو میاشتو په مهال مونږ د 67 کروړه روپو ادائيګي كړې۔ دې سره ورځپاڼو او د ميډيا كارمندانو ته آساني ترلاسه شوې۔ د اطلاعاتو وفاقي وزیر ووئیل حکومت د کېبل آپریټرانو لپاره ډیجیټل پالیسي منظور كړې ده۔ هغه کېبل آپرېټر چې ډیجیټل کېبل خدمت نشي وړاندې کولی هغوي ته دې د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې قرضې وركړې شي دغسې چې هغوي كېبل ډيجيټلائز كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ سره د انساني وسائلو كمې وو۔ مونږ سره د لائټس، او ساؤنډز په څانګو كښې پي اېچ ډيز نه وو۔ مونل ددې مقصد لپاره د نېشنل ميډيا پوهنتون منصوبه پېل كړه۔ د دې پوهنتون څلور سكولونه دي كومو كښې چې سکول آف اېنی مېشن اېنډ میډیا ټیکنالوجیز، سکول آف میډیا اېنډ کمیونیکیشن، سکول آف پرفارمنګ آرټس او سکول آف فلمز اېنډ براډ کاسټنګ شامل دے۔ مونږ د دې پوهنتون پېل د دې ودانۍ نه كوؤ۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں