اسلام آباد۔5اګست(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په معاشي توګه كمزورې طبقې ته تحفظ او ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ د كامياب پاكستان منصوبې د لارې به كرونده ګرو سره مرسته كولې شي او كاروبار لپاره به په آسانو شرطونو قرض وركولې شي۔ په ګرده نړۍ كښې د څيزونو په بيعه كښې تر 40 فيصده اضافه شوې ۔ حكومت هڅه كوي چې په اولس بوج كم كړے شي او دوئي ته ريليف وركړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نړيوال نائب صدر هارټ وګ شكافر سره د ملاقات په مهال خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې كنټري ډائرېكټر ناجے بنحسین، وفاقی وزیران شوكت ترين ٬ عمر ايوب د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر او نور اړوند چارواكي موجود وو۔ ملاقات كښې ووئيل شؤل پاكستان په موجود ټېكس وركوؤنكو د لا بوج اچولو په ځاے د معاشي پرمختګ پالېسي جوړوي چې ورسره به نه يوازې دا چې د روزګار موقعې رامخې ته شي بلكې دې سره به د هېواد ريونيو هم زياته شي او د خلكو آمدن به زيات شي۔ هارټ وګ شكافر په دې موقعه ووئيل نه يوازې نړيوال بېنك بلكې ګرده نړۍ د پاكستان د احساس پروګرام اعتراف كوي او د دې مثال وركوي۔ پاكستان كښې نړيوال بېنك په بېلو منصوبو كار كوي۔ وزیرِاعظم په سخت وخت كښې په مرسته كولو د نړيوال بېنك مننه كولو سره ووئيل د حكومت په اولنو ترجيحاتو كښې يوه ترجيح په معاشي توګه كمزورې طبقې ته تحفظ وركول دي۔ د كامياب پاكستان منصوبې پرانسته به ډېر زر وكړې شي۔ هغه زياته كړه چې د بده مرغه دامهال نړۍ كښې د څيزونو بيعه تر 40 فيصده زياته شوي ۔ هغه ووئيل حكومت هڅې كوي چې په اولس بوج كمولو سره دوي له ريليف وركړے شي