پاكستان د شخړو د اوږدې مودې سياسي حل لپاره خبرې اترې يواځنۍ لاره ګڼي٬ د فلسطين او كشمير مسئلو سوله ايز حل غواړو۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د عرب پارليماني پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پاكستان د شخړو سياسي حل لپاره خبرې اترې يواځنۍ لاره ګڼي٬ پاكستان د فلسطين او كشمير مسئلو سوله ايز حل غواړي۔ دا خبره ده د پاكستان په دوره راغلې د عرب پارليمنټ صدر عادل بن عبدالرحمان په مشرۍ كښې د عرب پارليماني پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو۔ خارجه وزير ووئيل چې عرب پارليمنټ٬ ليګ آف عرب سټېټس مهممه اداره ده٬ عرب هېوادونو سره د پاكستان ژورې اړيكې په يو ډول مذهبي٬كلتوري او تاريخي اقدارو اډانه دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې د پاكستان د عرب پارليمان غړو هېوادونو سره ښه دوه اړخيزې اړيكې دي. مونږ د مينځني ختيز هېوادونو سره ژور دوه اړخيزه مراسم لرو۔ ده ووئيل چې پاكستان په مينځني ختيز كښې امن او استحكام كښې خوښي لري٬د او آئي سي باني غړي په حېث مونږ د مسلمانانو په اتحاد كښې كښې د مثبت كردار ادا كولو عزم لرو۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان د شخړو د اوږدې مودې سياسي حل لپاره خبرې اترې يواځنۍ لاره ګڼي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې زمونږ په اقتصادي ترجيحاتو كښې د روابطو وده٬تعمير او پرمختګ كښې شراكتداري٬معاشي او معاشرتي ارتقا او د امن استحكام له هڅې شاملې دي۔ خارجه وزير د عرب پارليماني پلاوي په مقبوضه جمو كشمير كښې د روان بشري حقونو سنګين خلاف ورزو او د هند پالېسو په سبب د منطقې امن رامخې ته شويو خطرو څخه خبر كړو۔ده ووئيل چې ضرورت د دې خبرې دے چې نړيواله ورورولي په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند لخوا د پورته كړې شوي د اګست 5مه نېټې 2019 د يو اړخيزه٬غېر آئيني اقداماتو غندنه وكړي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں