هند خپله غصه سړولو لپاره د فالس فلېګ عملياتو پشمول نور څه هم كولې شي۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي

image

اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي هند خپله غصه سړولو لپاره د فالس فلېګ عملياتو پشمول نور څه هم كولې شي۔ د امريكې کانګرېس د بشري حقونو لپاره ”ټام لنټاس کمېشن” كښې د مقبوضه كشمير په اړه سماعت سره هند/ بي جے پي د زيات نفسياتي فشار سره مخ دي ۔ د جمعې په ورځ د مقبوضه جمو او كشمير د تازه صورتحال پحقله خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل هند دا مهال ګڼې منصوبهې جوړوي او دا ځكه چې هغوي شرمنده شوې او خپله غصه سړولو لپاره د فالس فلېګ عملياتو پشمول نور څه هم كولې شي ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د نومبر په 14مه نيټه د امريكې د كانګرېس بشري حقونو لپاره ”ټام لنټاس کميشن” د مقبوضه كشمير په اړه سماعت كړې۔ په دې سماعت كښې د بشري حقونو د نړيوالو نتظميونو استازو٬ اېكسپرټس او تجزيه كوٶنكي هم موجود وو٬ په دې سماعت كښې دوي واضح كړې چې هند كښې هندو نېشنلزم په تندۍ سره زياتېږي٬ په مقبوضه کشمير كښې د مواصلات ذريعو بندېدل او نور بندېزونه پرله پسې روان دي٬ بشري حقونه د پښو لاندې كېږي٬ د تګ راتګ ازادۍ ٬ د مذهبي آزادۍ او د رائيو د اظهار آزادۍ پشمول په هر څه بندېزونه لګېدلې ۔ ده ووئيل هند كښې د مسلمانانو پشمول ټولو اقليتونو سره ناروا سلوك كېږي٬ په هغوي ظلم او جبر كېږي٬ اقليتونه د انتقامي كاروائيو سره مخ كېږي۔ ده ووئيل د بابري جومات په حقله د هند سپريم كورټ په پرېكړه هم هغوي د تشويش څرګندونه كرې ۔ خارجه وزير ووئيل زه ستاسو په وړاندې دغې پېنل ته درې سفارشات اېږدم٬ دا پېنل امريكائي كانګرېس څخه غوښتنه كوي چې كانګرېس دې يو قرارداد پاس كړي چې د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د 80 لكه كسانو محاصره ختمه كړي٬ او د ملګرو ملتونو او نړيوال مبصرينو ته مقبوضه كشمير ته د تګ اجازه وركړي ٬ بشري حقونه دې په سمدستي توګه بحال كړې شي٬ پبلك سېفټي اېكټ (كوم چې تور قانون دے) ھغه دې ختم كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل د پروني دې پېشرفت سره هند او بي جے پي زيات نفسياتي فشار سره مخ شوې٬ په هېواد دننه په دوي سخت تنقيد روان دے٬ د هندي معيشت ګراف مخ په لاندې ځي او دې صورتحال كښې ھغوي هر ډول حركت كولې شي۔ ده ووئېل زما په نزد د كشمير اصل غږ كشميريان دي كه ھغوي د كنټرول لائن دېخوا دي كه اخوا او څوك چې د سلو ورځو راهسې د هند جبر او ظلم مقابله كوي۔ ٬ ده ووئيل اصل غږ د ھغوي دے٬ پاكستان د دوي مرستياال دے٬ دا مقدمه درې ډلې لري٬ كشميريان٬ پاكستان او هند٬ كشمير بنيادي فريق دے٬ پاكستان د دوي اخلاقي او سياسي معاونت كوي۔ ده ووئيل د پاكستان پارلمان٬ د پاكستان وزيراعظم او خارجه دفتر د دوي وياند دي ځكه چې د دوي غږ غلې كولو له هند هڅې كوي

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں