نړيواله ميډيا په كشمير كښې د بشري حقونو سنګين بحران څخه سترګې پټوي

image
APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې نړيواله ميډيا په كشمير كښې د بشري حقونو سنګين بحران څخه سترګې پټوي٬ كشمير كښې انساني الميه پېدا كېږي٬ په تېرو 3 لسيزو كښې د خپلواكۍ حق لپاره په هلو ځلو كښې يو لك كشميريان شهيدان شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د جمعې په ورځ خپل يويټ كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل حېران يم چې نړيوال ميډيا په هانګ كانګ كښې د كېدونكو مظاهرو په اړه خو هېډ لائن جوړوي ولې كشمير كښې د بشري حقونو نه سترګې پټوي۔ ده ووئيل كشمير په نړيواله كچه منلې شوې متنازعه سيمه ده٬ هند 9 لكه پوځي عكسرو په مرسته 80 لكه كشميريان محصور كولو سره د غېر قانوني قبضې كولو هڅه كړې ده۔ ده ووئيل د دوه مياشتو نه زياته موده ميډيا په بشپړه توګه بنده ده٬ ماشومان٬ سياسي مشرانو پشمول د زرګونو په شمير كشميريان په زندان كښې اچولې دي٬ کشمير كښې انساني الميه پېدا كېږي۔ ده ووئيل د تېرو دريو لسيزو په مهال كشميري اولس د خپلواكۍ حق د كومې چې د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې لوظ شوې ٶ٬ ترلاسه كولو لپاره هلې ځلې كوي او تر اوسه په دې هلو ځلو كښې يو لك كشميريان شهيدان شوې دي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں