اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د اسلامك آرګنائزيشن فار فوډ سکيورټي ډائريکټر جنرل يرلان بائيدولت ملاقات کړې دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې اسلامك آرګنائزيشن فار فوډ سکيورټي پلاوي پاکستان كښې خصوصي سرمايه کارۍ سهولت کونسل مشرۍ لپاره د اقدامات هركلے وكړو او د خپلي بشپړه مرستي پخلے ئې وكړو۔