اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لندمهاله وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي د مستونګ بمې چاٶدنې غندنه كولو سره د چاٶدنې په نتيجه كښې د جے وي آئي ف لارښود حافظ حمد الله پشمول نورو ژوبل شويو كسانو سره د افسوس څرګندونه وكړه۔ د زيارت په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل چې بې ګناه وګړي او د هېواد سياسي شخصيات په نښه كول بزدلانه فعل دے، په ترهګرۍ كښې ككړ كسان د رعايت مستحق نه دي٬ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې دې۔ ده په دې موقع د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه