د لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل د اېپكس كمېټۍ پنځمه غونډه

image

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل د اېپكس كمېټۍ پنځمه غونډه كښې معاشي او اتنظامي چېلنجونو مخنيوي او د هېواد د معيشت پرمختګ لپاره روډ مېپ وضع كړې شوې دې او وزيراعظم وئيلي دي چې د لندمهاله حکومت د لنډې مودې باوجود مونږ له د معاشي بحالۍ په منصوبو عملدرآمد باوري كول دي٬ د دې اقداماتو نفاذ سره به راتلونكي منتخب حكومت ته هم د هېواد معيشت بحالۍ په پروګرام عملدرامد كښې اساني وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د هېواد د معاشي بحالۍ٬ کاروباري هلو ځلو او د سرمايه كارۍ ودې لپاره د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل اېپكس كمېټۍ پنځمه غونډه د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې شوې۔ په غونډه كښې د پوځ سرلښكر، لنډمهاله وفاقي كابينې، صوبائي اعليٰ وزيران او اړوند سول او عسكري چارواكو ګډون كړې۔ په غٶنډه كښې وفاقي وزيرانو د اړوند څانګو پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ غونډه په هېواد كښې د ځائي او بهرنۍ سرمايه كارۍ په لاره كښې د خنډانو مخنيوي لپاره د لائحې نه خبر كړې شوه۔ په غونډه كښې د معاشي او انتظامي چيلنجز مخنيوي او د هېواد د معيشت پرمختګ لپاره روډ مېپ وضع كړې شو۔ غونډې ته رېګولېشن مؤثر او د لا ګړندي كولو لپاره په جامع پلان هم بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل له مخې د معاشي پرمختګ هدفونو لپاره د قليل، وسطي او اوږدې مودې منصوبه بندۍ په اړه مشاورت وشو۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د عملي اقداماتو منظوري وركړې او امر ئې وكړو په دې دې عملدرآمد په ټاكلے موده كښې باوري كړې شي٬ وزيرانو دې هم په دې اقداماتو عمل باوري كړي۔ وزيراعظم ووئيل چې د لندمهاله حکومت د لنډې مودې باوجود مونږ له د معاشي بحالۍ په منصوبو عملدرآمد باوري كول دي٬ د دې اقداماتو نفاز سره به راتلونكي منتخب حكومت ته هم د هېواد معيشت بحالۍ په پروګرام عملدرامد كښې اساني وي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں