اسلام آباد۔27نومبر(اے پی پی) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې شازيه عطا مري وئيلي دي د موسمياتي بدلون له امله په پاكستان كښې تباهي خپرونكي سېلاب 33 ملين وګړي ځپلي دي ٬ موسمياتي بدلون د حقيقت په توګه رامخې ته شوې دې٬ هيله لرؤ چې نړيواله ورورولي به په دې لړ كښې جدي عملي ګامونه پورته كړي۔ وفاقي وزيرې شازيه عطا مري د سپېن ښار مېډرډ كښې د روان 26 م سوشلسټ انټرنېشنل كانګرېس مهمې غونډې ته خطاب كولو۔ دې په خپل خطاب كښې په نړيواله كچه د روانو جنګونو او شخړو د لاسه ځپلې شويو مېرمنو او كوچنيانو سره د يو والي څرګندونه وكړه او پاكستان كښې د موسمياتي بدلون په تباهي خپرونكو اثراتو يۍ بشپړه رڼا واچوله۔ دې ووئيل د فلسطين ٬ جموں وكشمير او د ګردې نړۍ مېرمنو او كوچنيانو سره د يو والي څرګندونه كوؤ ولې چې دغلته دوئي د جنګونو او شخړو په نتيجه كښې تشدد سره مخ كولې شي۔ په موسمياتي بدلونو خپلو خبرو كښې دې ووئيل د موسمياتي بدلون له امله په پاكستان كښې تباهي خپرونكي سېلاب 33 ملين وګړي ځپلي دي٬ د زياتو بارانونو او سېلاب د لاسه 650 زره ناجوړه مېرمنې او 40 لكه كوچينان زيات اغېزمن شوي دي۔ دې ووئيل د موسمياتي بدلون د لاسه په زمكه ژوند كوؤنكي انسانان تر ټولو لويې خطرې سره مخ دي۔ دې ووئيل موسمياتي بدلون د حقيقت په توګه رامخې ته شوې دے٬ هيله لرؤ چې نړيواله ورورولي به په دې لړ كښې جدي عملي ګامونه پورته كړي دغسې چې په سباؤن كښې د دې تباھۍ څخه ځان وساتلې شي۔ وفاقی وزیرې ووئيل موسمیاتی بدلون يوازې ماحولیاتی مسئله نه بلكې دا روغتيا ٬ كركيلې ٬ معاش ٬ امن او سلامتيا لپاره هم لويه خطره ده او د دې د لاسه د نړۍ پرمختګ كوؤنكي هېوادونه زيات ځپلې كېږي۔