اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) پاکستان د ماحولياتي آفتونو زيان او د هغې ازالې لپاره”لاس اينډ ډيميج فنډ“ جوړولو هركلے كولو سره د فنډ په زر فعالولو زور راوړې دې ، دغسې چې فنډ د ماحولياتي فنانس څانګه كښې يوه لويه خلا ډكولو كښې مرستياله وګرځي۔د خارجه دفتر وياند د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې ووئيل چې شرم الشيخ (مصر) كښې کاپ۔27 اتفاق رائے سره پريكړه په خاص توګه طور ګروپ 77 او چين لپاره مهمه كاميابي ده ځكه چې پرمختګ كونكي هېوادونه د تيرو 30 كلونو راهسې د دې ډول فنډ غوښتنه كوي۔وياند ووئيل سږ كال په اول كښې پاکستان ں تباه کن ماحولياتي بدلون له امله راغلې سېلاب په نتيجه كښې 30 اربه ډالره څخه زيات زيان شوې۔ پاکستان د ګروپ 77 او چين د مشر په حيثيت سره شرم الشيخ كښې کاپ۔ 27 كښې فنډ جوړولو حمايت کولو سره اول دا د کنفرنس په ايجنډا كښې شامل كړې او بيا په يو متفقه لوظنامه زور راوړې شوي۔ ”فنډ فار لاس اينډ ډيميج“ پاکستان په شان پرمختګ كونكو هېوېادونو كښې ماحولياتي بدلون مسئلو او د هغې له امله شوي زيان ازاله کوي۔دا هېوادونه په خاص توګه ماحولياتي بدلون منفي اثرات له امله ځپلې شوي۔