اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی وئيلي دي ډاكټر علامه محمد اقبال ؒ د برصغير پاك او هند عظیم مدبر ؤ د هغه خذمات به نه يواځې ياد ساتلے شي بلکه ټول قام به د هغه احسان مند هم وي،ډاكټر علامه محمداقبالؒ زمونږ په قومی افق راښتونكے هغه روښانه ستورے دے چا چې په يو داسې وخت كښې مونږ ته لاره ښودلي ، كله چې مونږ د غلامۍ د تيارو سره مخ وؤ او خپل منزل مو لټولو دغسې د خپلي شاعرۍ د لارې هغه قوتِ عمل پیدا کړو د كومې په سهاره چې مونږ نه يواځي مایوسۍ له ماتې وركړه بلكه خپل منزل ته هم ورسيدو۔ مفکر اسلام او د شاعر مشرق ډاكټر علامه محمد اقبالؒ 145مي زيږدني ورځ په موقع پيرزوئنې وړاندې كولو سره په خپل پیغام كښې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل علامه محمد اقبال ؒ خطبہ آله آباد كښې د پاكستان تصورِ وړاندې كولو سره د نيمي اوچي مسسلمانانو كښې د آزادۍ لپاره نوے روح پوكلے ؤ كوم سره چې شريك منزل متعين شو۔ ده ووئېل علامه اقبالؒ د خپلو قائدانه صلاحیتونو په سوب د نيمي اوچي مسلمانانو له د آزادۍ ترلاسه كولو لپاره عملي هلي ځلي كړي او دا د هغه د هلو ځلو نتيجه ده چې نن مونږ يو آزاد او جمهوری هېواد كښې ژوند كوو۔ محمد صادق سنجرانی ووئيل نن حاجت د دې خبرې دے چې مونږ په اجتماعی كچه هغه خپلواكي هغسې اوساتو د كوم درس چې اقبالؒ راكړے ؤ۔