په نړۍ كښې امن لپاره اخلاقيات او په انسانيت آډانه نړيوال نظام خپلول پكار دي۔ صدر ډاکټر عارف علوي

image

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په ټولو قامونو او اولس د كوم امتياز نه غېر٬ د يو ډول او په سپېځلي توګه د نړيوال قوانين په اطلاق زور رواړلو سره وئيلې دي په نړۍ كښې جامع امن لپاره اخلاقيات او په انسانيت آډانه نړيوال نظام خپلول پكار دي ، د شريكې يقيني تباهۍ او د جنګ تصورات مسترد كولو سره امن راوستل ممكن دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پاكستان انسټي ټيوټ آف پيس سټډيز (پپس) ډائريکټر محمد عامر رانا په مشرۍ كښې پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ ټولنې د طاقت استعمال ختمولو لپاره هڅې كوي٬ صدر مملکت ووئېل د ذاتي مفادات، تعصبات يا د فوبياز په ځاے پراخه اولسي ګټې له بايد قوانين جوړ كړے شي، د آئين پاسداري، د قوانين سپېځلتيا او د قوانين غېرجانبداره او سپېځلے اطلاق ضروري دے٬ په هند كښې د اسلامو فوبيا، مذهبي تعصب او د اقليتونو ېرول او د تشدد زياتېدو په رحجان د تشويش څرګندونه كولو سره صدر ووئيل دا ډول رجحانات او طرزعمل په ټولنه تر ډېرې مودې اثرات مرتب كولې شي او د دې خاتمه ګرانه ده۔ ده ووئيل د وګړو د پرائيويسۍ احترام پكار دے او داسې معاشره جوړول پكار ده چې پكښې برداشت او نوې خيالات، انوويشنز او د نظريات هركلے وكړے شي او كوم چې په ټولنه كښئ په څه ډول په خاص توګه سياست كښې پولرائزېشن ٬ ټولنې ته د رامخې ته چېلنجونو ٬ د ناامني پېدا كولو او د فشار مخنيوي لپاره اداره جاتي طريقو كښې خامۍ ګوته كوي۔ ده ووئيل پپس له د خپل مشاورت دائرہ کار پراخه كول پكار دي او د نظريات او خيالاتو مضبوطيا لپاره د سول سوسائټي، سرکاري او نجي ادارو، د اولس نمائندګانو سره د نتيجې وړ مشاورت او په لويه كچه قامي او نړيوال تھنك ټينکس او اړوندو ډلو سره مشاورت زياتول پكار دي۔ د ملاقات په مهال د پپس ډائرېكټر صدر مملکت ته د ”چارټر آف پيس” پاليسۍ په دستاويزات يو پريزنټيشن وركړو كوم چې پپس بېلا بېلو ډلو سره د مشاورت نه پس جوړ كړے ٬ په دستاويزات كښې جمهوريت ته د ودې ، آئين، بشري حقونو او د قانون حکمراني برقرار ساتلو او په هېواد كښې تل پاتي امن لپاره د ضروري عناصرو ذكر شوے ۔

مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں