صدر ډاکټر عارف علوي د لاهور په هائي کورټ كښې د 11 ججانو د تعيناتي او مستقلۍ منظوري وركړه

image

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د لاهور هائي کورټ كښې د 11 ججانو د تعيناتي او مستقلۍ منظوري وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت د لاهور هائي کورټ د 11 ايډيشنل ججانو د ججز په توګه د تعيناتۍ او د مستقلۍ منظوري وركړې ده۔ صدر مملکت د جسټس شکيل احمد، جسټس صفدر سليم شاهد ٬ د جسټس احمد نديم ارشد ، د جسټس محمد طارق نديم، د جسټس محمد امجد رفيق ٬ د جسټس عابد حسېن چټھه، د جسټس انوار حسېن٬ د جسټس علي ضياء ، جسټس سلطان تنوير احمد ، د جسټس محمد رضا قرېشي او جسټس راحيل کامران د مستقلۍ او تعيناتي منظوري وركړې ده۔ صدر مملکت دا تعيناتي او مستقلي د آئين آرټيکل 175 اے له مخئ كړې٬ دا منظورۍ د جوډيشل کميشن آف پاکستان د سفارشاتو په رڼا كښې شوې٬ دغسې د قانون او انصاف وفاقي وزارت د دې ججانو د تعيناتۍ او د مستقلۍ اعلاميه جاري كړې ده

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں