اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي مونږ له به د هېواد بهترۍ لپاره په ګډه كار كول وي٬كه داسې مو ونه كړل نو نوې نسلونه به مونږ ونه بخښي٬ د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د پوليس پشمول د نورو قانون نافذ كوونكو ادارو كاركردګي د ستائنې وړ ده٬د هغوي قربانۍ به بې ضائع نه ځي٬د هېواد پرمختګ لپاره ماشومان جديد ټېكنالوجۍ څخه خبرولو ته اړتيا ده ٬ چين او سعودي عرب په هر سخت وخت كښې زمونږ مرسته كړی۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پوليس سروس آف پاكستان 48م اېس ټي پي بج پاسنګ آؤټ پرېډ دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔وزيراعظم پاسنګ پرېډ كښې كاميابو شوو پوليس اهلكارو له مباركي وركړه۔ده ووئيل دې ځوانانو په ميرټ كاميابي ترلاسه كړې او ورله انعامات وركړی شوي۔والدين د دوي په ښه ډول تعليم او تربيت كړے۔ده ووئيل كاميابي ترلاسه كوونكو كښې د ټول پاكستان څخه هلكان او جينكۍ شامل دي۔ده ووئيل د قوم لوڼه د ژوند په هره څانګه كښې مخ په وړاندې روانې دي٬هغوي د هېواد خوشحالۍ٬پرمختګ٬بينكنګ٬پوليس پشمول نورو څانګو كښې هم مهم كردار ادا كوي٬دوي د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لويې قرباني وركړي او په غېر معمولي حالاتو كښې ښه وظيفه ترسره كوي ۔ وزيراعظم ووئېل پوليس افسرانو او اهلكارو د اولس تحفظ او امان امان لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې٬د دوي قربانۍ به بې ضائع نه ځي۔ده ووئيل پوليس او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو په ګډه د ترهه ګرۍ مقابله كړی او د هېواد څخه يې دغه ناسور ختم كړے او دا به په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي۔وزيراعظم ووئيل په نېشنل پوليس اكېډمۍ كښې په پروفيشنل انداز كښې د لږې مودې او اوږدې مودې كورسز كېږي۔په پوليس اكېډمۍ كښې فرانزك ليبارټري پكار ده٬په اسلام آباد كښې د سي ټي ډي سي اراده پكار ده ٬ دا د څلورو واړو صوبو٬آزاد كشمير او ګلګت بلتستان لپاره چې مثال لري٬په نېشنل پوليس اكېډمۍ كښې په داسې پروګرامونو كار كول پكار دي۔ده ووئيل پنجاب كښې چې كله زمونږ حكومت ؤ نو د رائے طاهر په مشرۍ كښې سي ټي دي د پاكستان ښه اداره جوړه شوې٬دا نه يواځي د هېواد بلكه په نړيواله كچه ښه اداره ده٬په لاهور كښې د فرانزك سائنس ايجنسۍ ته د بهر هېوادونو څخه هم كيسونه راځي۔ده ووئيل د محدودو وسائلو باوجود د 3 كروړه 30 لكه سېلاب ځپليو بحالۍ او بيا تعمير نو لپاره اقدامات كوو٬هغوي لپاره خيمې٬خوراك او د اوبو بندوست شوے خو د دې باوجود ځوانانو ته د جديد تكنيك تعليم او تربيت وركول هم ضروري دي۔صوبو له په كومه هم معامله د وفاق څخه لارښوونه اغستل پكار ده ٬ ده ووئېل اسلام آباد د وفاق علامت دے۔پاكستان ګڼ شمير قدرتي وسائل لري ٬امانت٬ديانت٬عزم٬ وژن او جې محنت وي نو خاوره هم سرزر كیږي۔وزيراعظم ووئيل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ په ختمولو د وفاقي پوليس او صوبائي پوليس چې څومره هم ستائنه وشي كمه ده٬پاكستان زمونږ د ټولو كور دے٬كه چرې مونږ د ټولو مشكلاتو او بشري كمزوريو باوجود د هغوي حق ادا نه كړو نو راتلونكې نسلونه به مونږ ونه بخښي۔ده ووئيل د 75 كلونو نه پس د قائداعظم پاكستان چرته ولاړ دے٬وړوكې وړوكې هېوادونه زمونږ نه وړاندې تللي٬دا د فكر وخت دے٬ 75 كلونه پس هم مونږ په دې دائره كښې ګرځو حالانكه لوي څښتن مونږ ته ټول نعمتونه راكړي۔ ده ووئېل سعودي ډوېلپمنټ فنډ په پاكستان كښې د روغتون تعمير پشمول نورو پروژو له د مالي معاونت وړاندېز كړے ؤ كوم چې نظرانداز كړے شوے ؤ ۔ سعودي پلاوي سره د ملاقات په مهال دا پروژې بيا فعاله كړی شوي۔ده ووئيل د سعودي دورې په مهال د سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان د هر ډول مرستې باور راكړے ۔هغه به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي او قام به د هغه تود هركلے كوي۔سعودي عرب زمونږ ورور هېواد دے٬چې په كومه آئل ريفائنري پروژه په كال 2019 كښې كار پېل شوے ؤ په نور پیشرفت نه دے شوے٬اوس به په دې پروژه او د شمسي توان په پروژو كار كول وي۔شهباز شريف ووئيل د چين دوره كوم٬چين سره تل پاتې ملګرتيا لرو ۔چين او سعودي عرب تل په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ده ووئيل امريكې سره د اړيكو خرابولو څه ضرورت ؤ ٬مونږ له په نړۍ كښې اوسېدل دي۔ده ووئيل د بنګله دېش برآمدات زمونږ نه زيات دي٬كه چرې مونږ د خپلو قيمتي وسائلو څخه ګټه پورته كوله نو مونږ به په نړۍ كښې ډېر وړاندې تللې وو٬مونږ ته د تقرريرونو په ځاې د عملي اقداماتو ضرورت دے۔ده د نېشنل پوليس اكېډمۍ لپاره د زمكې سمدستي منتقل كول او د فيكلټي ملازمانو تنخاګانې او مراعات د نورو انسټي ټيوټ يو برابر هدايت هم وكړو ۔دې څخه وړاندې وزيراعظم ته نېشنل پوليس اكېډمي په رسېدو ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔وزيراعظم د پاسنګ آؤټ پرېډ هم معائنه وكړه۔وزيراعظم د ځانګړې كاركردګۍ څرګندونه كوونكو پوليس افسرانو له انعامات هم وركړل۔دستورې ته د نېشنل پوليس اكېډمۍ كمانډنټ اے ډي خواجه هم خطاب وكړو۔په دستوره كښې د خزانې وزير اسحاق ډار٬د بشري حقونو وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده٬د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي وزير شاه زين بګټي پشمول نورو پارليماني غړو او اعلٰی چارواكو ګډون كولو