پاكستان كښې اقليتونو ته بشپړه خپلواكي ترلاسه ده۔ مفتي عبدالشكور

image

پېښور27اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشکور وئيلي دي په پاكستان كښې اقليتونو ته آزادي ترلاسه ده او د پاكستان آئين دوي ته د حقونو ضمانت وركوي۔ دا خبرې ده د خاص مېلمه په توګه د مذهبي همغږۍ او عصر حاضر تقاضو په سرخط دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل اسلام د اقليتونو او د مېرمنو د احترام درس وركوي او حضرت محمدۖ ټولو جهانونو لپاره رحمت رالېږلے شوے٬ د الله او رسولۖ الله په احكامات عمل كولو سره مونږ په دنيا او آخرت كښې كاميابي ترلاسه كولې شي۔ دستورې ته د قامي اسمبلۍ غړي جېمز اقبال ، د اقليتي كمېشن غړي ډاکټر ساره صفدر٬ د آل پاكستان هندو موومنټ چيئرمېنهارون سرب پال٬ بهائي کميونټي غړې ملالئي اختري ،مولانا امان الله حقاني اوشېخ الحديث مولانا احسان الحق هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں