آزاد كشمير له لوي څښتن د قدرتي حسن او سېلګرۍ بلها صلاحيتونه وركړي٬ بايد نجي څانګه په آزاد جمو و كشمير كښې د سېلګرۍ څانګې پرمختګ لپاره راوړاندې شي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د سېلګرۍ ودې لپاره د كشمير اېېر د كمرشل چورلكې فلائټ سروس پرانستې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي آزاد كشمير له لوي څښتن د قدرتي حسن او سېلګرۍ بلها صلاحيتونه وركړي٬ بايد نجي څانګه په آزاد جمو و كشمير كښې د سېلګرۍ څانګې پرمختګ لپاره راوړاندې شي دغسې چې دا بشپړه صلاحيتونه پكار راوستلې شي۔ د نهې په ورځ د سېلګرۍ ودې لپاره د كشمير اېېر د كمرشل چورلكې فلائټ سروس پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې صدر مملكت د آزاد جمو و كشمير په حكومت زور رواړو چې ھغوي تل پاتي او ماحول دوسته سېلګرۍ ته د ودې وركولو نه علاوه د نجي څانګې په سرمايه كارۍ كښې سهولت وركولو لپاره د سېلګرۍ دوست پاليسۍ وضع كړي۔ ده ووئيل سېلګري په نړۍ كښې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو معيشتونو بنياد ګرځېدلې او دا د زرمبادله ګټلو ٬ د روزګار موقعې راپېدا كولو ٬ د پرمختګ عمل ګړندے كولو او د معاشي تفاوت كمولو يوه مهمه ذريعه ګڼلې كېږي۔ ده ووئيل سټيک هولډرز، کاروبار، وسائل او د سېلګرۍ هلو ځلو ترمېنځه روابط جوړولو نه علاوه په منطقه كښې د سېلګرۍ اقتصادي، سماجي او د ماحولياتي اثرات په غور جاج اخستل پكار دي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان سره د ځوانانو او د مېرمنو په شكل كښې بلها انساني وسائل موجود دي كوم چې په پوهه او تربيه په سباٶن كښې د قامي معيشت اثاثه ګرځېدې شي۔ په دې موقع صدر مملکت د هند د غېر قانوني تسلط لاندې د مقبوضه جمو و كشمير اولس لپاره د اخلاقي٬ سياسي او سفارتي مرستې د عزم څرګندونه هم وكړه او نړيوالې ورورولۍ او نړيوالو ادارو څخه ئې مطالبه وكړه چې ھغوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د جمو و كشمير د اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمير شخړې په هواري كښې خپل كردار ولوبوي

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں