ملګري ملتونه د كشميري اولس خپلواكۍ حق سره د اړوندو ذمه وارو ترسره كولو پابند ده ٬ رپورټ

image

اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پی پی) نن چې په ټوله نړۍ کښې د ملګرو ملتونو ورځ لمانځل کیږي، کشمیریان د ریفرنډم په اړه د نړیوالې ادارې د قراردادونو عملي کېدو ته سترګې په لار دي۔ د کشمیر میډیا سروس لخوا په جاري شوي یو رپورټ کښې وئیل شوي چې نن ملګري ملتونه د خپل په باضابطه توګه جوړېدو 77 مه كليزه لمانځي٬ هند كشمير سره اړوندو د سلامتي كونسل د قراردادونون پرله پسې خلاف ورزي كوي۔ په رپورټ كښی وئيلي شوي دي چې د ملګرو ملتونو ورځ دا خبره په ګوته كوي چې د 7 لسيزونو نه زياته مودې لپاره د ملګرو ملتونو په ايجنډا پاتې شوې د كشمير مسئله حل نه شوه۔ دا په هلو ځلو كښې د بوخت كشميري اولس د بشپړه ملاتړ وخت دے۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د ملګرو ملتونو قراردادونه د كشميري اولس د آزاد او سپېځلي رېفرېنډم د حق توثيق كوي او ملګري ملتونه د كشميري اولس خپلواكۍ حق سره د اړوندو ذمه وارو ترسره كولو پابند ده۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې د بی جے پی په مشرۍ كښې د هندي حكومت د 5 اګست 2019 اقدامات جموں وكشمري سره اړوند د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ضد دي۔ د كشمير شخړې نه حل كېدو د ملګرو ملتونو په اړه يو شمېر پوښتنې رامخې ته كړې دي ولې چې دا دې ذمه واري ده چې د كشمير په اړه په خپلو قراردادونو عملدرآمد باوري كړي۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې نړۍ بايد د ملګرو ملتونو د تسليم كړې شوې خپلواكۍ لپاره د كشميري اولس د هڅو ملاتړ وكړي ٬ په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام لپاره د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې د كشميرې مسئلې حل ضروري دے

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں