پاکستان سټيل ملز بحالۍ ته حکومت اول پام لرنه كوي

image
APP21-04 ISLAMABAD: October 04 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting regarding Pakistan Steel Mills at PM House. APP

اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د پاکستان سټيل ملز بحالۍ ته حکومت اول پام لرنه كوي ٬ د تېرو څو كالو راهسې دا اداره نظر انداز كېدله چې په سوب ئې دا اداره په قامي خزانه بوج شوې٬ دا د تېرو حكومتونو قام سره د ناانصافۍ ښكاره ثبوت دے۔ دا خبرې د جمعې په ورځ وزيراعظم عمران خان د پاکستان سټيل ملز بحالۍ په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د نجكارۍ وزير محمد ميا سومرو، د پاكستان سټيل ملز بورډ آف ډائريکټرز عامر ممتاز او نورو غړٶ ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت پاکستان سټيل ملز ګټوره اداره جوړولو او بحالۍ لپاره هڅې كوي دغسې چې دا اداره په قامي خزانه د بوجه په ځائ يوه فعاله اداره شي او د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبولې شي۔ د غونډې په مهال د پاکستان سټيل ملز بحالۍ په هڅو خبرې وشوې او په دې لړ كښې په مختلف آپشنز غور وكړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول تر اوسه د چين او روسيې ځينې كمپنو د پاكستان سټيل ملز په بحالۍ كښې خوښي لرلې ده٬ په دې لړ كښې په ېېلا بېلو تجويزونو غور روان

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں