اولس مشر ډاکټر عارف علوي سره د اېسوسي اېشن آف فزيشنز آف نارتھ امريکا صدرې ډاکټر ناهيد عثماني وليدل

image
APP65-05 ISLAMABAD: August 05 - President Dr. Arif Alvi talking to President Elect of Association of Physicians of Pakistani Descent of North America (APPNA) Dr. G. Naheed Usmani who called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د درملنې جامع او غوره آسانۍ د اولس خېرښګړې لپاره ډېرې ضروري دي٬ بايد د صحت په اړه احتياطي تدبيرونو ته وده وركړې شي دغسې چې درملنې خرڅونو كښې كمې راوستلې شي٬ هېواد كښې د پوهنتونونو د كمي مسئله د آن لائن كورسونو زياتولو او د تعليمي ادارو ته رسنه كښې د ښه والي د لارې تر سره كول پكار دي۔ ده دا خبرې اېسوسي اېشن آف فزيشنز آف نارتھ امريکا (اپنا) صدرې ډاکټر ناهيد عثماني سره خبرو كښې وكړې چا چې د ګل په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ ده د ځوانانو ډاكټرانو د تعليم پحقله د “اپنا” د خدماتو ستائنه وكړه او وې وئيل پاكستان كښې د سكالرشپس د لارې د حاجت مندو ميډيكل زده كوونكو د مرستې او د “اپنا” د خدماتو قدر كېږي۔ ده پاكستان كښې د “اپنا ” تعليمي پروګرامونو ته د ودې وركولو په حاجت زور رواړلو سره ووئيل هېواد كښې د پوهنتونونو د كمبي مسئله د آن لائن كورسونو ته د ودې وركولو او تعليمي ادارو ته د رسنې ښه والي د لارې تر سره كول پكار دي۔ په دې موقع ډاکټر ناهيد عثماني ووئيل د رامخې ته كېدونكو بشپړه موقعو څخه استفاده كولو لپاره د اپنا، يو اېس اېډ، اېچ اي سي او د پي ايم ډي سي ترمېنځه كوټلې مرستې ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں