خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي د برتانيې خپل همڅنګ جېرېمي هنټ ترمېنځه ملاقات

image
APP08-15 MULTAN: May 15 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing a press conference at Circuit House. APP Photo by GM Kashif

لندن 19 جون (اے پي پي) د پاکستان او برتانیې ترمېنځه تجارتي ٬ كلتوري ٬ تعليمي ٬ د سېلګرۍ او د امنيت چارو پحقله دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو لپاره سلا شوې دي۔ دا اتفاق د شورو په ورځ د شاه محمود قرېشي د برتانيې خپل همڅنګ جېريټي هنټ ترمېنځه لندن كښې د ملاقات په مهال راغلې۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالات څرګندونه شوې ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پاکستان كښې صنعتي انجینئرنګ، مواصلات، توان او د كركيلې په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بهترينې موقعې موجود دي ٬ د برتانيې كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كاري كولو سره زمونږ مثبت پاليسو څخه استفاده كولې شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ژورې اړيكې شته او پاكستان دې اړيكو ته په درنه سترګه ګوري ۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د پلوامه پېښې نه پس د پاك هند تاٶ تريخوالې كمولو او منطقه كښې امن او استحكام لپاره د برتانيې د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي پاکستان كښې برټش اېئرلائن سروز په بحالۍ د برتانيې د خارجه وزير مننه وكړه ۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه د خبرو اترو په مهال په ستراتېژك شراكت دارۍ او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اعلٰې كچ پلاويو د تګ راتګ پحقله خاص خبرې هم وشوې

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں