سېنېټ د پی آئی اے هيډ کوارټرز اسلام آباد ته د نه منتقل كولو قرارداد منظور كړو

image

اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) سېنېټ د پی آئی اے هيډ کوارټرز اسلام آباد ته د نه منتقل كولو قرارداد په اکثريت سره منظور كړې۔د ګل په ورځ د سېنېت غونډه كښې په دې لړ كښې سناتورې شیری رحمن، رضا ربانی، راجه ظفر الحق، بهرہ مند تنګی او نورو غړو قرارداد وړاندې كړو۔ په قرارداد سناتورې سناتورانو سسی پلیجو، شیری رحمن، رضا ربانی، مشاهد اللہ خان د خيالاتو څرګندونې سره د پی آئی اے هيډ کوارټرز اسلام آباد ته د منتقل کولو مخالفت کولو سره ووئيل دې سره د پی آئی اے کارکردګی ځپلې كېږي او په قامی خزانه به بوجھ راشي۔ سناتور فیصل جاوید، سناتور نعمان وزیر او نورو حکومتی غړو ووئيل كومه هم پريكړه چې كېږي هغه به د هېواد پھ ګټه وي، بايد پھ دې سياست اونه كړې شي۔ د ایوی ایشن ډویژن وفاقی وزیر غلام سرور خان ووئيل په دې معامله كومه حتمی پريكړه نه ده شوې۔دې نه پس د سېنېټ چیئرمېن قرارداد منظورۍ له ایوان ته وړاندې كړو كوم چې په اکثريت سره منظور کړې شو۔

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں