د خزانې وزير اسد عمر هيومن كېپيټل سمټ ته خطاب

image

اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی)د خزانې وزير اسد عمر وئېلي دي د بشري وسائلو په ترقۍ سرمايه كاري كول د هېواد پرمختګ له مهم حېثيت لري۔ده دا خبره د نهې په ورځ هيومن كېپيټل سمټ ته خطاب كښې وكړه۔د خزانې وزير ووئيل ځوانانو له تعليم وركول او د هغوي په پرمختګ سرمايه كارۍ كولو ته اړتيا ده۔ د بشري وسائلو په پرمختګ سرمايه كاري كول د هېواد په پرمختګ له مهم حېثيت لري ځكه چې دې سره د اقتصادي ګټې بېل صورتونه راپیدا كېږي چې ورسره د هېواد مجموعي معيشت ته ګټھ رسيږي ٬ ده ووئېل حكومت د دې صورتحال څخه خبر دے او د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره كار كولو له لوظي دې۔د خزانې وزير ووئيل د بشري پرمختګ او غريبۍ ختمولو لپاره مونږ له د مالي شمېرې څخه استعفاده كولو ته اړتيا ده۔تېرو څو كلونو راهسې په پاكستان كښې د غريبۍ ختمولو او د بشري وسائلو پرمختګ لپاره هڅې روانې دي او هم دغه وجه ده چې نن معاشي شمېره د 20 كاله وړاندې شمېرې څخه ښه ده خو دا هم حقيقت دے چې د نړۍ په نورو هېوادونو كښې تندۍ سره شرح زياتېږي٬۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان به د غريبۍ ختمولو لپاره ګڼ اړخيزه تګلاره خپلوي۔حكومت په وړومبي ځل د سماجي تحفظ هڅې كوټلې كوي۔د غريبۍ ختمولو لپاره كوټلې تګلاره وضعه كړې كېږي۔ده ووئيل پاكستان ته اختراغي مالي خذمات لپاره د نړيوال بانك او نجي څانګې څخه مرستې ته اړتيا ده٬كه حاجت پیښ شو نو د اعتراغي مالي خذمات لپاره حكومت قانون سازي هم كولې شي۔د خزانې وزير ووئيل د ادارو په ساخت كښې ښه والي لپاره هم حكومت اقدامات كوي۔پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ اتهارټي جوړه شوې او د دې مقصد فنډ په بنيادي ډهانچې او سماجي څانګې په پرمختګ خرڅ كولو له د نجي څانګې سره په ګډه كار كول دي۔د دې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان معيشت آزادول د وخت حاجت دے۔د دې څخه وړاندې سمټ ته په خپله خطاب كښې د نړيوال بانك د سوئېلي آسيا ريجن وائس پرېذيډنټ آرټوګ شيفر ووئيل پاكستان په غريبۍ كښې د كمي په اړه پیشرفت كړې۔ده ووئيل غريبۍ ختمولو لپاره د تعليم٬صحت او د نورو څانګو معيار ښه كولو ته ا ړتيا ده۔دا د يو ګڼ اړخيزه طرز عمل تقاضه ده۔

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں