اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزير چوهدري فواد حسېن د كشر ورور فراز چوهدري د وليمې دستوره هغ?? مهال يوه سياسي اجتماع وګرځېده كله چې ورته د سياسي ٬ سماجي شخصياتو ٬ خبريالانو او د سيمې مشرانو په ش??ول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي لويه ش??ېر?? كښې حاضر شول۔ د وليمې دستوره د جهلم په لدھړ كلي كښې وشوه۔ دستور?? كښې د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور، د وزيراعظم اعظم خاص مرستيال زلفی بخاری، د دفاع وزير پروېز خټک، د وزيراعظم صلاكار ارباب شهزاد٬ صوبائي وزير عاطف خان، د كشمير چارو وف??قي وزير علی امین ګنډا پور او نورو پارلماني غړو ګډون وكړو۔ د سېنېټ د حكومتي ډلې مشر شبلی فراز په ش??ول د مخالفې ډلې لارښودو هم دستور?? كښې موجود وو۔