د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان دورې تشهير په لړ كښې ميډيا ته د ټولو اسانيو وركولو هدايت

image

اسلام آباد 17 فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري امر كړې دې چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د دورې تشهير په لړ كښې دې ميډيا ته ټولې اسانۍ وركړې شي۔ د وفاقي وزير په مشرۍ كښې د اتوار په ورځ د لوړې كچې عونډه وشوه چې پكښې د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان بن عبدالعزیز راتګ په مهال د شويو انتظاماتو جاج واخستو۔ په دې موقع وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ته د سعودي ولي عهد د دورې د جامع تشهير پحقله بريفنګ وركړې شو۔ وفاقي وزير امر وكړو چې ميډيا ته دې د دورې تشهير پحقله ټولې آسانۍ وركړې شي۔ د پي ټي وي چارواكو ووئيل چې د دورې بشپړ تشهير لپاره غوره انتظامات شوې دي ۔ د پي اېن سي اے ډائرېكټر جنرل جمال شاہ د بريفنګ په مهال ووئيل چې د سعودي ولي عهد راتګ په موقع د كلتوري طائفو او موسيقۍ انتظام شوې دې۔ د غونډې په مهال د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر شفقت جليل هم موجود ٶ

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں