اېن اېف سي ايوارډز به د څلورو واړو صوبو په مشاورت جوړولې شي

image
APP22-28 LAHORE: January 28 - Federal Minister for Finance, Revenue & Economic Affairs, Asad Umar addressing at Lahore Chamber of Commerce & Industry (LCCI). APP

اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي اېن اېف سي ايوارډز به د څلورو واړو صوبو په مشاورت جوړولې شي٬په خبرو اترو كښې آئي اېم اېف د خپلو غوښتنو نه لاس په سر شوې٬د ګاز بيعې نه پس به د برېښنا د ټېرف مسئله هم حل كړو٬د اوورسيز سرټيفيكټ سكيم د اجرا اعلان به وزيراعظم پخپله كوي٬د افراط زر اوسنۍ شرح د پيپلز ګوند او د(ن)ليګ د حكومتونو نه ډېره ټېټه ده٬په اولس به د نور بوج اچولو نه غېر رونيو اهداف تر سره كوو٬د كاروبار ماحول پېدا كولو لپاره هڅې كوو٬ په هېواد كښې د روزګار موقعې٬د روغتيا٬تعليم او د رونيو غوره نظام او د امن او امان صورتحال پشمول د نورو مسئلو حل ته حكومت پام لرنه كوي ۔په راتلونكي وفاقي بجټ كښې به ټېكسونه يوځاې كولو سره نجي څانګې ته په مجموعي توګه د يو ټېكس وركولو او د ټېكس كليكټرز سره د كار كولو موقع وركولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د لاهور په چېمبر آف كامرس كښې تجارانو ته د وېنا او خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔په دې موقع د رونيو دوهم وزير حماد اظهر٬د صنعت او تجارت صوبائي وزير ميا اسلم اقبال٬د اېف بي آر چيئرمېن محمد جهانزېب خان٬د لاهور چېمبر صدر الماس حېدر او د چيف كليكټر كسټم پشمول په لويه شمېره تجاران هم موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل آئي اېم اېف سره تفصيلي خبرې روانې دي د خبرو د لارې د آئي اېم اېف او حكومت ترمينځه فرق كم شوې٬ده ووئېل په خېرو اترو كښې آئي اېم اېف خپل پوزېشن بدل كړې او هغه د خپلو غوښتنو نه لاس په سر شوې ٬ مونږ غواړو چې د آئي اېم اېف پروګرام ته زر تر زره حتمي شكل وركړو۔ده ووئيل اېن اېف سي ايوارډ به د څلورو واړو صوبو په اتفاق جوړولې شي٬په وړومبۍغونډه كښې به خاكه وړاندې كولې شي د دې نه پس په وفاق او صوبو اتفاق له كار كول وي۔ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت چې كله حكومت سنبهال كړو نو په معاشي توګه د غېر يقينۍ صورتحال ؤ او دې لپاره حكومت لويې پريكړې كړې۔۔ده ووئيل مونږ چې كومې پريكړې كړې ٬مونږ هڅه كړې چې په اولس كوم بوج رانشي٬د افراط زر شرح د پي پي پي او د (ن)ليګ د حكومتونو نه ډېره ټېټه يعيني 0.4 فيصد ده۔ اسد عمر ووئېل اوورسيز سرټيفيكېټ به د خاص مودې لپاره نه وي٬د دې سكيم د اجرا اعلان به د جنورۍ په 31مه نېټھ وزيراعظم پخپله كوي۔وفاقي وزير ووئيل د ادارو په پرائيوېټائزېشن كار نه دې روان٬مونږ له دا پرېكړه كول دي چې د كومو ادارو پرائيوېټائزېشن اوشي يا روانېدې شي۔ده ووئيل د پرائيوېټائزېشن عمل لپاره به د 11 كسانو يو بورډ جوړولې شي چې پكښې به 8 غړي د پرائيوېټ سېكټر او درې به د حكومت څخه وي۔وفاقي وزير ووئيل د فرورۍ په پنځمه نېټھ په كېدونكي غونډه كښې د سرمايه كارۍ بورډ څخه د ملكي او نړيوالې سرمايه كارۍ په اړه تفصيلات غوښتلې شوي

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں