د راروانو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې د باران امكان دے

image

لاهور۔12 جنوری(اے پی پی) د پنجاب په شمول د هېواد په زياتره سيمو كښې نن د اتوار په ورځ د يخ موسم پاتې كېدو سره سره د راروانو 24 ساعتونو په مهال د لاهور ٬ ګوجرانواله ٬ اسلام آباد ٬ پېښور ٬ مردان ٬ ګلګت بلتستان او كشمير په ځينو سيمو كښې د باران امكان دے۔ د خالي په ورځ د لاهور په شمول د پنجاب په زياتره ضلعو كښې موسم خپل رنګ بدلولو۔ تر ټولو كم درجه حرارت بګروټ كښې منفي 09 ډګری سېنټي ګرېډ وو۔ په نورو سيمو كښې سکردو او استور منفی 08، کالام او هنزہ منفی 06، مالم جبھ منفی 05، پارہ چنار منفی 04، مری منفی 02، ګلګت منفی 02 او قلات كښې منفی 01 او اسلام آباد كښې لږ تر لږ درجه حرارت 3، لاهور 7، فېصل آباد، 6، ملتان 10، سرګودھا 5.07 ٬ پېښور 4 او کراچۍ كښې 19 ډګری سېنټی ګرېډ ریکارډ كړې شو

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں