اولس مشر ډاكټر عارف علوي د محمد اعظم خان سواتي د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير په حېث استعفٰې منظور كړه

image

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د وزيراعظم په اېډوائس د محمد اعظم خان سواتي د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير په حېث استعفٰې منظور كړې۔ د كابينه ډويژن څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې اولس مشر ډاكټر عارف علوي د آئين د آرټيكل 92 د كلاز 3 له مخې د وزيراعظم په سلا د محمد اعظم خان سواتي استعفٰی منظوري وركړې ده كومه چې به د 6 ستمبر څخه تصور كولې شي۔ كابينه ډويژن د محمد اعظم خان سواتي د استعفیٰ نه پس د وفاقي كابينې تازه فهرست جاري كړې دې

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں