په خېبر پښتونخوا كښې به د راتلونكو پنځو كلونو په مهال د اوبه خور نظام په بهترې 15 اربه روپې خرڅ كولې شي

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې به د راتلونكو پنځو كلونو په مهال د اوبه خور نظام په بهترې 15 اربه روپې خرڅ كولې شي۔ په دې موده كښې به 20 زره نالې او وېلې بهتر كولې شي۔ د كركيلې صوبائي وزير محب الله خان وئيلي دي چې په صوبه كښې 78 وړوكي نهرونه او وېلې اوبه خور لپاره كارول كېږي چې پكښې يوازې د 26 حالت بهتر دے۔ ده ووئيل چې تر كال 2023م به د 20 زره وېلو حالت ښه كولې شي۔ ده ووئيل چې په صوبه كښې به په باراني سيمو كښې د اوبه خور نظام بهترې او د كروندې زمكه زياتولو لپاره 9 اربه روپې خرڅ كولې شي چې دغسې صوبه په راتلونكو پنځو كلونو كښې د غنمو او وريژو پشمول د نورې غلې په پېداوار كښې خودكفيله شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں