د صحت څانګه اوسني حكومت ته ډېره مهمه ده

image
APP22-26 ISLAMABAD: December 26 - President Dr. Arif Alvi being briefed regarding the National Institute of Health. Federal Minister for National Health Services, Regulations and Coordination Aamer Mehmood Kiani is also present on the occasion. APP

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د اوسني حكومت لپاره د صحت څانګه ډېره مهمه ده ٬ حكومت اولس له د صحت په څانګه كښې مستعد٬ مساوي ٬ د رسنې جوګه او د آرازن خدماتو وركړې لپاره د اصلاحاتو كولو عزم لري۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د نېشنل انسټيټوټ آف هېلت (اېن آئي اېچ) دورې په مهال كړې۔ په دې موقع اولس مشر ته تفصيلي بريفنګ هم وركړې شو۔ د قامي صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني هم په دې موقع موجود ٶ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې ټولو لپاره غوره او معياري طبي آسانۍ باوري كول د ټولو شريك وژن پكار دے او مونږ ټولو له په دې لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره په ګډه هڅې پكار دې۔ اولس مشر ووئيل د صحت نظام كښې بهترۍ لپاره تحقيق ډېر ضرورې دے۔ اولس مشر ووئيل د طب څانګې په تحقيق كښې د متعدي او غېر متعدي رنځونو مخنيوې ٬ د مور پلار حالات٬ د ماشومانو د رنځونو او د غذائيت كمي غوندې مسئلې ډېر اهميت لري۔ اولس مشر ووئيل د رسنې جوګه او د آرازنه خدماتو وركړې لپاره د اصلاحاتو كولو عزم لري٬ د پاکستان اولس له د غوره طبي خدماتو وركړې لپاره د اېن آئي اېچ د ډلې هڅې د ستاڼې وړ دي۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں