پاكستان د اقليتونو لپاره محفوظ هېواد دے٬كرتار پور ګردواره به لا ښه كولې شي

image

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري وئېلي دي پاكستان د اقليتونو لپاره محفوظ هېواد دے٬كرتار پور ګردواره به لا ښه كولې شي٬د بابا ګرو نانك 550مه زېږېدنې ورځ به په ښه توګه لمانځلې شي۔د شورو په ورځ كرتار پور كښې د راهدارۍ بنياد تېګه اېښودو دستورې ته وفاقي وزير ووئيل مونږ نن د تاريخ عظيم شخصيت بابا ګرو نانك ديو مهاراج په يادګار ولاړ يو چرته چې هغه د ژوند آخري 11 كاله تېر كړې وو ٬هغه په خپل ژوند كښې د توحيد٬انسانيت او خذمت خلق خبره كړی٬قام يې د شريك سباؤن څخه خبر كړی۔د كرتار پور راهدارۍ بنياد تېګه اېښودل مهم كار دے۔ده د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پخواني هندي لوبغاړي نوجوت سنګه سدو د وزيراعظم عمران خان د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د بغل ګيرې ذكر كولو سره ووئېل كه دې سره معاملات ښه كېدې شي نو دغسې نور خلق هم بغل ګير پكار دي۔ده ووئيل پاكستان د اقليتونو لپاره محفوظ هېواد دے او د وزيراعظم عمران خان نوې پاكستان محفوظ دې۔ده ووئيل د سكهانو خېرښېګړې لپاره جوړ كړې متروكه وقف املاك بورډ ذمه واري به حكومت نوره په ښه ډول ترسره كوي۔ده ووئيل كرتار پور ګردواره به لا ښه كولې شي٬يو كال پس به د بابا ګرو نانك 550مه زېږېدنې ورځ لمانځلې شي۔په دې موقع به د پاكستان حكومت٬قام او رياست دا ورځ په لا ښه ډول لمانځلو له چمتو والې نيسي

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں