د پاکستان او اټاليې ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت٬ دفاع او د كلتور په څانګو كښې د ګډې كار ته د وده وركول او متنوع كولو ته اړتيا ده۔ شاہ محمود قرېشي

image
APP07-26 ISLAMABAD: November 26 - Foreign Minister Shah Mahmood Qureshi meeting with Italian Ambassador H.E. Stefano Pontecorvo at Foreign Office. APP photo by Sadia Haidari

اسلام آباد 26 نومبر(اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د پاکستان او اټاليې ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت٬ دفاع او دكلتور په څانګو كښې د ګډې كار ته د ودې وركولو او متنوع كولو په ضرورت زر رواړې۔ خارجه وزير دا خبرې د ګل په ورځ پاكستان كښې د اټاليې سفير سټېفے نو پونټي کورووت سره په خبرو كښې وكړې چا چې دوي سره په خارجه دفتر كښې ملاقات كړې۔ د خارجه دفتر لخوا دجاري شوي بيان له مخې خارجه وزير د دواړو هېوادونو په بېلا بېلو څانګو كښې د پراخه مرستې ستائنه وكره ۔ دواړو مشرانو په سيمه ايزو او دوه اړخيزو چارو د خيالاتو څرګندونه كولو سره د اړيكو په اوسنۍ كچه د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ خارجه وزير د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان او ا ټالين ټرېډ پروموشن اېجسنۍ ترمېنځه د تفاهم په يادښت د لاسليك هركلے وكړو چې مقصد ئې د تجارت وده او د ماربل اېنډ مائننګ ٬ لېدر اېنډ ډېنم كلاتهنګ په څانګو كښې څلور مراكزه فضليت جوړولې دي( شعبے میں چار مراکز فضلیت قائم کرنا ہے(۔ د ملاقات په مهال په خاص توګه د سېلګرۍ آسانيو ته ودې وركولو لپاره د شريكو منصوبو د لارې سېلګرۍ او د آثارياتي په تحقيقي څانګه كښې مرسته ته ودې وركولو لپاره هم اتفاق وشو۔د اټاليې سفير د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته روانه ساتلو او د دې لا زياتولو لپاره پاسكتان سره په ګډه د كار كولو پحقله د خپل حكومت د بشپړه مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں