شېخ رشید احمد د پېښور نه تر كراچۍ د رحمان بابا اېكسپريس رېل ګاډې د چلولو اعلان وكړو

image
APP12-24 PESHAWAR: November 24 - Federal Minister for Railways Sheikh Rasheed talking to media persons during his visit to Cantt Railway Station. APP Photo by Shaheryar Anjum

پېښور 24 نومبر(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد د پېښور نه تر كراچۍ د رحمان بابا اېكسپريس رېل ګاډې د چلولو اعلان كولو سره وئيلي دي په رېلوے كښې كار نه كوٶنكې به د ملازمت نه اخوا كولې شي ٬ مونږ په سلو ورځو كښې لس رېل ګاډې چلول پېل كړې٬ رېلوے د اصل حالت بحالي او اولس له آسانۍ وركول ته اول پام لرنه كوو ٬ رېلوے كښې دې خلقو له په مېرټ نوكرۍ وركړې شي٬ د رېلوے د زيان ختمولو لپاره هڅې كوٶ، کمېشن اخستونكو قبضه ګرو رېلوے تباه كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پېښور كښې د خبرې كنفرنس په مهال وكړه ٬ شېخ رشید احمد ووئيل د پېښور نه تر ټېسلا به سفاري رېل ګاډې او د دسمبر په پائي كښې به د كراچۍ نه تر پېښور نوې رحمان بابا اېكسپرېس لپاره پلټۍ جوړولې شي۔ ده ووئيل رېلوے سره په 16 كالو كښې 69 لوكو موټوز خراب پراته وٶ كوم چې فېرنګيانو په ډالۍ كښې راكړې وٶ۔ ده ووئيل د كراچۍ نه تر پېښور به نوې رېلوے لائن جوړوو۔ ده ووئيل په كور ناسته تنخاګانې اخستوونكي 600 كسان د ملازمت نه اخوا كړې شوې٬ د رېلوے روغتون په نجي تحويل كښې د وركولو وړاندېز مو وركړې ۔ وفاقې وزير ووئيل د رېلوے پوليس نه دې ختم كړې شوې٬ روسيې ٬ المان او چين د سركلر ټرېن چلولو لپاره خوشي څرګنده كړې٬ خو زمونږ ترجيح چين دے ٬ ده ووئېل د دې منصوبې پرېكړه وزیراعظم عمران خان له كول دي٬ كه د خېبر پښتونخوا حكومت د دې پرېكړه وكړه نو مرسته به ئې كوٶ

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں