وزیراعظم عمران خان د پاك پوځ د وظيفائي چارو صلاحيت٬ د آپرېشنل تيارو او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قربانيو ستائنه وكړه

image
APP49-30 RAWALPINDI: August 30 - Prime Minister Imran Khan along with Federal Ministers of Defence, Foreign Affairs, Finance, Information, State Minister of Interior and Secretary Defence in a group photograph with Chief of Army Staff General Qamar Javed Bajwa at General Headquarters. APP

پېنډۍ 30 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د پاك پوځ د وظيفائي چارو صلاحيت٬ د آپرېشنل تيارو او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قربانيو ستائنه كولو سره وئيلي دي د قام په ملاتړ او د قام په يو سوچ به هېواد ته په پېښو كورنيو او بهرنيو چېلنجونو په كاميابۍ سره قابو وموندلې شي ٬ حکومت د پاك پوځ صلاحيت او د كار استعداد په ځائ ساتلو لپاره به ټولې اسانۍ پكار راولي ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غړو سره د پوځ مركزي دفتر دورې په مهال وكړې۔ د آئي اېس پي آر له مخئ جي اېچ كيو ته په رسېدو د پوځ يوې چټك ډلې وزيراعظم ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وزیراعظم عمران خان شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ وزیراعظم د جي اېچ كيو ټولو پي اېس اوز سره معرفي كړې شو۔ وزیراعظم او وزيرانو ته د سلامتيا صورتحال ، د خطرو او د غبرګون پحقله تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د ترهګرۍ په ضد د پاك پوځ كمپائن ٬ په روانو ردالفساد عملياتو٬ د كراچۍ په وضعه او د خوشحال پاكستان پروګرام پحقله د تازه صورتحال نه خبر كړې شو۔ وزیراعظم عمران خان د پاك پوځ د وظيفائي چارو صلاحيت٬ د آپرېشنل تيارو او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قربانيو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د قام په ملاتړ او د قام يو سوچ سره به هېواد ته په پېښو كورنيو او بهرنيو چېلنجونو په كاميابۍ سره قابو وموندلې شي۔ وزيراعظم باور وركړو چې حکومت د پاك پوځ د صلاحيت او د كار استعداد په ځائ ساتلو لپاره به ټول پكار وسائل كاروي۔ عمران خان ووئيل پرمختګ د پاكستان مقدر دے او مونږ به ان شآء الله په مثبت ډول مخ په وړاندې تګ سره په نړۍ كښې خپل لوړ مقام جوړ

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں