د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سماجي روابطو په وېپ پاڼو كوم اكاؤنټ نه لري۔ د سېنېټ وياند

image

اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ وياند وئيلي دي چې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سماجي روابطو په وېپ پاڼو كوم اكاؤنټ نه لري۔ د شورو په ورځ د سېنېټ وياند يو ضروري وضاحت كولو سره ووئيل چې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سماجي روابطو وېب پاڼو پشمول په فېس بك يا ټويټر كوم اكاؤنټ نه لري۔ په دې لړ كښې كه كوم هم اكاؤنټ فعاله وي نو دې سره د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني يا د سېنېټ سېكرټرېټ كوم تعلق نشته۔

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں