د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان نجي ټي وي چېنل سره خبرې

image

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي﴾ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي چې په ځائي كچه پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو لپاره نوې بلدياتي نظام ډېر ضروري دے، نوي قانون سره به د وګړو ستونزې د دوي په درشل حل شي. يو نجي ټي وي چېنل سره په خپلو خبرو كښې د پارلماني چارو وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان حكومت بلدياتي نظام په مالية او انتظامي كچه خپلواكه كولو او سپېځلې كولو لپاره پوخ عزم لري. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په وخت په بلدياتي ټاكنو كښې دلچسپي اخلي. ده ووئيل چې د بلدياتي نظام په قوي كېدو كښې به وخت لګي خو دې سره به عام وګړي ته ګټه ورسي. ده ووئيل چې بلدياتي نظام د كال 2013م نه د تحريك انصاف د حكومت اېجنډا پاتې شوې.

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں