وزيراعظم عمران خان د سكھـ مذهب د مذهبي لارښود بابا ګرونانك د زېږون د 550 ورځې نه وړاندې په ريكارډ موده كښې د كرتارپور لارې په ترسره كولو حكومت ته مباركي وركړه

image

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سكھـ مذهب د مذهبي لارښود بابا ګرونانك د زېږون د 550 ورځې نه وړاندې په ريكارډ موده كښې د كرتارپور لارې په ترسره كولو حكومت ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې د سكهـ ياتريانو هركلي لپاره كرتارپور په مكمل توګه تيار دے۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې زه په دې لړ كښې خپل حكومت ته مباركي وايم چې د باباګرونانك د زېږون ورځې نه وړاندې ئې په ريكارډ موده كښې د كرتارپور لار ترسره كړه۔ ده ووئيل چې د سكهـ ياتريانو هركلي لپاره كرتارپور په مكمل توګه تيار دے۔ وزيراعظم په ټويټر د كرتاپور كمپلېكس٬ صحن٬ سړكونو٬ او چېكنګ كاؤنټرو عكسونه هم شريك كړل۔ توقع ده چې د كرتارپور لارې پرانسته به د نومبر پهپ 9مه نېټه وشي۔ د دې لارې پرانستې سره به د هند پشمول د ټولې نړۍ څخه پاكستان د سكھـ مذهب ياتريانو لپاره مركز جوړ شي او په هېواد كښې به مذهبي سېلګري وده وكړي۔

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں