كمپائن به د هېواد تر نورو برخو پراخه كوٶ٬ د نړۍ 47 هېوادونه د پلاسټك كسوړې نه كاروي۔د زرتاج ګل خبري كفنرنس

image
APP25-21 ISLAMABAD: August 21 - Minister of State for Climate Change, Zartaj Gul addressing a press conference. APP

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي اسلام آباد كښې د پلاسټك په لفافو بندېز به مثالي جوړوو او دې له به تر هېواد نورو برخو پراختيا به وركوٶ٬ دې بندېز ته حكومتي اونر شپ ترلاسه دے٬ په دې لړ كښې به چا ته قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه ورنه كړو٬ حکومت به خپل رټ قائم ساتي٬ د ټولنې ټولو طبقو او شراكت دار سره به په ګډه ماحول د پلاسټك نه پاكوٶ۔ دې دا خبرې د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل موجوده حکومت پلاسټك څخه د پېدا كېدونكې خيرنوالي خپرېدو لاره نيولو لپاره په پلاسټك كسوړو بندېز لګولې شوې او پېل ئې څلوارلسم اګست څخه اسلام آباد څخه شوې ٬ دې ووئېل د پلاسټك په كسوړو بندېز به مثالي جوړوو او دې ته د هېواد تر نورو برخو پراختيا به وركوٶ۔ دې ووئيل د دې بندېز اعلان شپږ مياشتې وړاندې شوې ٶ٬ دا كومه ناڅاپي پرېكړه نه ده٬ دې ووئېل په دې لړ كښې سوداګر هم په اعتماد كښې اخستې شوي او دوي ته وئيلي شوي چې د پلاسټك لفافو د متبادل پلو لاړ شئ۔ دې ووئيل د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې ووئيل څوك د قانون نه پرته نه دي٬ هر كس ځواب وركوٶنكې دے٬ د پلاسټك په لفافو د بنديز پرېكړې اونر شپ د حكومت سره دے او په دې لړ كښې دې هېڅوك حكومتي رټ نه چېلنج كوي۔ دې ووئيل د اولس د مرستې نه غېر يو اقدام سود مند نه شي ګرځېدې٬ هېواد د پلاسټك نه پاك كولو لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي او بايد دې مقصد لپاره ټول وګړي د حكومت مرسته وكړي

مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں