وزيراعظم عمران خان سره د ورلډ ټورازم فورم پلاوي وليدل

image

اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره د ورلډ ټورازم فورم پلاوي ملاقات كښې پرېكرھ شوې چې په كال 2020 كښې به پاكستان كښې پنځه ورځني ورلډ ټورازم فورم كولې شي ٬ پلاوي د جمعې په ورځ د صدر ايګزېكټو بورډ ورلډ ټورازم فورم بولوت بيكس په مشرۍ كښې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري هم موجود ؤ ۔په دې موقع پريكړه وشوه چې په كال 2020 كښې به ورلډ ټورازم فورم په پاكستان كښې كولې شي كوم به چې پنځه ورځې روان وي۔په پاكستان كښې كېدونكي فورم كښې به نزدې ً 1000 غېر ملكي مندوبين ګډون كوي۔وزيراعظم پلاوي په پاكسان كښې د سېلګرۍ د موقعو په اړه په تفصيل سره خبر كړو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د سېلګرۍ په بېلو څانګو په خاص توګه ماؤنټين ټورازم٬مذهبي ټورازم٬ساحلي سېلګرۍ او نورو څانګو كښې زيات استعداد لري د كوم كارولو ته چې پام لرنه كوو۔ده ووئيل په ماضي كښې د سېلګرۍ ودې ته هېڅ پام نه دې شوې خو موجوده حكومت د سېلګرۍ ودې لپاره هڅې كوي۔وزيراعظم ووئيل د سېلګړۍ ودې په لړ كښې د دې خبرې په خاص توګه خيال ساتلې كېږي چې قدرتي ښكلا او د ماحوليات تحفظ او سماجي اقدارو پاسداري باوري كړی شي۔ده ووئيل د بلوچستان په ساحلي سيمو به 8 نوې د سېلګرۍ ځايونه جوړولې شي۔)

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں