اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) الېکشن 2018ء لپاره د جوړې كړې پارلماني كم??ټۍ غونډه د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د كم??ټۍ چيئرمېن پروېز خټك په مشرۍ كښې وشوه۔ كومه كښې چې د كم??ټۍ غړو ، وفاقی وزيرانو ډاکټر شیریں مزاری، شفقت محمود اوچوهدری فواد حسېن په شمول د كم??ټۍ غړو رانا تنویر حسین، سناتور اعظم سواتی، سردار ایاز صادق، مرتضیٰ جاوېد عباسی، سناتور رحمن ملک، سید نوید قمر، امیر حیدر خان هوتی، سرفراز بګټي ، راجه پرویز اشرف او سناتور هدايت الله ګډون وكړو۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل سپيكر چې د الېكشن كره كتنې په لړ كښې د كم??ټۍ جوړولو كوم تحريك ايوان څخه منظور كړې د هغې ترمخه يو??ځې خاص كم??ټي جوړېدې شي ٬ پارلماني نه۔ د كم??ټۍ سېكتر په نوټيفېكيشن كښې د پارلماني كم??ټۍ لفظ كارولې۔ رانا تنویر حسین ووئيل تصحيح دې وكړې شي او كم??ټي دې كار ته پرېښودلې شي۔ د الېكشن كم??شن ?? اختياراتو په اړه د اطلاعات وفاقي وزير چوهدي فواد حسېن ووئيل په نړۍ كښې چې څومره اختيارات زمونږ الېكشن كم??شن ??ه ترلاسه ??ي بل چرته نشته۔ بس كسان دې سم ولګولې شي نو كار به سم شي۔ د دې په ځواب كښې رانا تنویر حسین ووئيل حكومت ستاسو دے سم كسان تاسو ولګوۍ لكه څنګه چې حكومت نور كارونه سم كوي دغسې دې دا هم وكړي۔ سناتور رحمن ملك ووئيل كه كم??ټي سفارشات وركولې شي او په پرېكړو عملدرآمد لازم نه وي نو دا خو د وخت ضائع كولو خبره ده۔ د تعليم وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل مونږ كم??ټي په جدي توګه اخلو ٬ نوټیفکېشن كښې تصحيح ته اړتيا ده۔ ګني د كېمېټۍ كارروائي چېلنج كېدې شي۔ كېمټۍ په قواعدو كښې د بدلون منظوري وركړه چې ترمخه ئې الېکشن 2018ء لپاره د پارلماني كم??ټۍ نامه خصوصي كم??ټۍ كړې شوه۔ غونډه كښې دا هم پرېكړه وكړی شوه چې د كم??ټۍ راروانه غونډه به د فرورۍ په دوهم اونۍ كښې په 10 مه او 11 مه نېټه كولې شي۔