اسلام آباد ۔20 جنوری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي قانون ته به ټولو له ځواب وركول وي او د پلټنيو شريكې ډلې راپور راتلو سر?? به سمدستي كارروائي كولې شي۔ د ځپلې شويو بچو خيال ساتل د رياست ذمه واري ده۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر ساهيوال كښې تېره ورځ د رامخې ته شوې پېښې په اړه خپل ټويټ كښې وزيراعظم وو??يل په خپلو سترګو د مور او پلار په ګولو ويشتل كېدل ليدونكو ماشومانو حالت كتلو سر?? تر دې دمه خفګاني كېفيت كښې يم۔ داسې صورتحال د كوم هم مور پلار لپاره ډېر زيات تكليف وركوؤنكې وي۔ وزيراعظم وو??يل د ځپليو ماشومانو خيال ساتل د رياست ذمه واري ده۔ وزيراعظم وو??يل سي ټي ډي د ت??هګرۍ په ضد ښه كارونه كړې دي ولې ټولو له به د قانون ځواب كول وي۔ وزیراعظم وو??يل د پلټنيو شريكې ډلې (جے آئي ټي) راپور راتلو سر?? به سمدستي كارروائي كولې شي۔ ده وو??يل د خپلو ټولو وګړو حفاظت د حكومت تر ټولو لومړۍ ??رجيح ده