کراچۍ ۔ 12 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د جنورۍ په 23 مه نېټه قومي اسمبلۍ كښې په وړاندې كېدونكي بل كښې به تجارانو لپاره يو شمېر مراعات اعلان كولې شي۔ چې مقصد ئې قومي معيشت پياوړې جوړول او تجارتي هلو ځلو ته وده وركول دي۔ په موجوہ ټېكس ډھانچه كښې كوم بدلون يوازې پارلمان كولې شي۔ معيشت زمونږ د خارجه پالېسۍ بنيادي برخه ده۔ د هېواد معيشت پياوړتيا سره به د ر??زګار موقعې زياتې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ايوان صنعت او تجارت كراچۍ كښې تجارانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ??وئ??ل په مالياتي بل كښې به په بجټ بې ضابطګو قا??و موندلې شي۔ اسد عمر ??وئ??ل په اېف بي ??ر كښې اصلاحات كولې شي۔ ددې اختيارات ښكته كچې ته منتقل شوي دي۔ ده ??وئ??ل د اېف بي ??ر اېس آر او جاري كولو اختيار كم كړې شوې دې۔ وفاقي وزير ??وئ??ل پاكستان د هند په شمول د منطقې ټولو هېوادونو سره غوره اړيكې غواړي او د دواړو هېوادونو ترمينځھ بايد مسئلې د مذاكراتو د لارې حل كړې شي۔ ده ??وئ??ل پاكستان هند سره تجارتي اړيكې زياتول غواړي او دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي